تر شنې ونې لاندی

رحمن بابا سره مرکه 

زمان ستانیزی

په لرې افق کې د غرونو څوکو آسمان پر سر نیولی و. راڅېرمه د زمانې درنې اندېښنې پر اوښانو بار وی. تقدیر د کاروانیانوپه ټنډه د ژوند د ګاللیو کړاونوکرښې کښلې وی. سرمنزل مقصود ته د رسېدلو هیلې د اوښانو د زنګ په شرنګ او د قافلې په های او هوی کې پټی وې. زه هسې پسې روان وم. لارې خپله ور بللم چې ورنه ورک نشم. د هیلو پر پَل مې پښه اېښودله او وهلې لار مې شا ته پرېښودله. اومه ورځ د ځپلي تن له ستومانی سره یوځای منزل ته ورسېدلم. 

 کاروان مې پرېښود چې پر خپله لارخ ځي. زه د بابا د لیدلو هیلو را ورګرځولم. په پلټنه مې له یو لاروی نه د بابا د څلی پوښتنه وکړه. ځای یې راته په ګوته کړ. پاس په لوړه له شینکی آسمان نه را کښته، د معرفت له اوبو ډکی بانډې ته څېرمه، د روښانه څړوبندی ختیز ته یې له یوی لویی شنې ونې لاندې به یې پته درته ولګېږی. 

 د عرفاني تفکر ژورو اندېښنو د بصیرت له خیالونو سره زما د ذهن په باغ کې د رحمن بابا د لیدلو انتظار ایسته. خیال مې په په نڅا شو.غوښتل یې د رحمن بابا له رندی خصلت سره د شعر په وزرونو د ادب لوړو آسمانونو ته پرواز وکړی. د رحمن بابا د بوللو هر لوستونکی د خپل ادراک په سطحه احساس کوی چې ګڼی یوازی دی د شعري بیان  مخاطب دی. ما هم غوښتل نن زه د هغه مخاطب شم څو رحمن بابا د تصوف پېچلې اندېښنې په ساده ژبه راته بیان کړی، او په تفکر کې مې له ژوندی احساس سره د زړه خواله وکړی.

 څېره یې له ورایه په نورانیت کې و برېښېده. ورېښمینې ږیری یې د مخ شاوخواته د روښانه شغلو شپول وهلی و. اوږدې څڼې یې پر اوږو داسی خورې وی چې ګڼی غوښتل یې دده د مخ ننداره وکړی. پر پراخ تندی یې د صفا او خلوص نښې څرګندی وی.

 په هیلو کې راویښ زړه مې په حیرت کې ورک و. چې حال مې خپل شو، دغه مسرۍ مې په ژبه ږغېدله:

                  ته په سل زره جلوو کې را ښکاره سوی

                  زما سل زره لیمو ته ننداره سوی

 

د رحمن بابا د نوراني مخ په ننداره کې له معنی ډکې شېبې ابدي برېښېدې. د حقیقت او خیال تر مینځ هسی ورک وم چې د سکوت د ماتېدو هیله د ده له رضا او زما له جرأت نه لری وه. نه مې غوښتل دغه ننداره حتی د سترګو په رپ کې هم قضا شی. ناڅاپه مې ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوه چې ګڼی دی به رښتیا رحمن بابا وی؟

د سترګو په خلاصولو سره یې خپل حضور اثبات کړ. د خوف او رجا تر مینځ د خوښي او بېرې څپې را باندی راغلی. خوښي له دی امله چې د ده د حضور شاهد وم، او بېره له دی سببه چې ګڼې زما حضور به د ده د خیالونو بهیر اړولی وی. په نیولی مسکا کې یې زما احساس درک کړ. زما سر هم بی ارادې د درناوی په مقصد و خوځېده او دده په توربخوندو روښانه سترګو کې مې د خپل تعظیم د منظورېدلو نښې ولوستلی.

 ځان مې ډېر بختور ګاڼه چې د رحمن بابا په ننداره وم او دا پوښته راته پیداشوه چې د به څنګه د زهد له چاپېریال نه د تصوف میدان ته ور دانګلی وی او دغه معنوي هجرت به د ده په ژوند کې څنګه را مینځ ته شوی وی. زما په تصور کې ددی خیال له تېرېدو سره سم د سکوت زړه وچاود، د شعر آهنګ د اهتزاز وزرونه و غوړول، د معنی په انګازو کې ښکلی نغمه پییل شوه او د رحمن بابا په ژبه حال په قال بدل شو:

                  ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه

                  نور د زما سر وی او د ترکو آستانه

 

دا ښکلی غزله مې هیڅکله په دومر کیفیت نه وه اورېدلی ځکه هغه ژبه، زړه، او فکر چې دا معنی په کې زېږېدلی وه څه ناڅه زما د شهود له مخی یو ځای نه وه سره اورېدل شوی. د رحمن بابا د آواز انګازو تر ډېرو زما په غوږ کې اهتزاز کاوه او معنوي مفاهیمو یې زما له خیالي او عقلاني اندېښنو سره لوبی کولی. دغه معنوي بهیر زه له ځان سره داسی وړی وم چې عقل مې خیال ته په سودا کې شو څو وګوری چې له مادي کثرت نه د تېښتې او معنوي وحدت ته د هڅې په کوم پړاو کې لار وهی.

 رحمن بابا په خپل ژوند کې د زهد له پړاو نه اووښتی و، په عرفاني وړانګو کې لمبېدلی و، او د طلب د وادی سالک لاروی و. کله چې مې وغوښتل د دغه فکري تحول د اسبابو په هکله وپوښتم، د رحمن بابا ژبه وخوځېدله:

                  هیڅ مې حاصل نکړه په شیخۍ او په تقوی کی

                  پس له دی مې وار دی هرچی شی په میخانه

 

آیا له یوه عالم سره د میخانی خیال ښایی؟ د عارفانو په قاموس کې چې رحمن بابا یې د چشتیه طریقت یو سالک وه خدای بخښلو په تېره بیاد ملامتیه طریقت پیروانو له ریا نه د تېښتې په غرض خپلی اصلي څېری پټولی. رندو صوفیانو د عبادت له ظواهرو نه د مناجاتی سلوک او خراباتی کړو وړو خواته مخه کړی وه او په رندی کې یې نور له ظاهری زهد او ریایی خدای لمانځنې سره کار نه درلود. ځکه دوی خدای پېژندنه په ځان پېژندنه کې پلټله. رحمن بابا چې له ما سره یې خیال یوکړی و زما د حدس ځواب یې داسی راکړ:

                  شیخ او شیخي، ورد و وظیفه، او ذکر، فکر

                  زه او ساقي جام و باده  چنګ و ترانه

 

 څنګه مو یوځل د زهد له محراب نه د نفس د تزکیې په خاطر د عرفان سمسور بڼ ته مخه کړه، او اشعار مو د فقهی عبوديت له صبغې نه د معرفت په رنګ کې و سپړېدل. آیا ستاسو د زمانی ملګری زاهدان او پوهان له دغه ناڅاپی بدلون نه متأثر نه شول؟

                  زه و زاهدانو ته حیران یم، دوی و ماته

                  «دیوانه به ده خندد و ده به دیوانه»

 

د عالمانو په نظریوو او د عارفانو په اندېښنو کې بدلون او تحول یو منل شوی امر دی. خو د عقلی او نقلی علومو د زده کړی پر ځای د تصوف د لاری غوره کېدل یو تکاملي اووښتون دی. آیا ستاسو مخلصینو ته د دی بدلون منل سخت نه وه؟

                  ګنج د دُرو زار شه د عاشق تر څاڅکی اوښکی

                  نه خروار د عقل، نه د عشق یوه دانه 

 

عشق او عقل دواړه  د خدای ذاتی صفات دی چې انسان ته ورکړل شوی. خو د لته د کمیت او کیفیت مسأله ده. ستاسی مطلب حتماً د خدای مینه ده چې یوازی د اشراق له لاری د بختورو حق پالونکو په زړونو کې پیداکېږی. خو د عقل خروار څنګه د عشق له دانې سره برابر ګڼلای شو؟ ځکه چې عقلِ کُل د خدای د لایتناهی وجود د نور تجلی ده چې جزئي عقل د هغه له یوی ذری نه د انسان د ادراکی قوی په توګه پیدا شوی. آیا بیا هم ویلای شو چې عشق له عقل نه وَړه او لوَړه درجه لری؟

                  خدای لره به ورشم په سودا د یار له مخه

                  بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه

 

ستاسی منظور له دی مینی نه دا دی چې که عقل د خدای د وجود نښه ده، نو مینه هم د دغه ارزښتمن سوغات په بدل کې د انسان د اماره نفس له  مهار کولو، د لوامه نفس له تسخیر، او مطمئینه نفس ته د سر ټیټولو نه وروسته د راضیه او مرضیه نفسونو په حاصلولو کې ځان لوړی درجې ته رسوی. سالک خپل نفس قربانوی څو د لوی څښتن د رضا د حاصلولو په لار کې فنا شي. رحمن بابا بیا د تائید په رسم سر و خوځاوه:

                  تیغ د یار له لاسه په مرۍ د عاشقانو

                  هسی لذت کا ندی جوړ د مییو پیمانه

 

د انسانانو خپل مینځي مینه چې له تصوفي نظره مَجازي مینه ګڼل کېږی د انسان د حیوانی غریضې خصلت څرګندوی؛ خو د عرفاني اندېښنو په پرتله د انسان په زړه کې د خدای مینه د هغه ملکوتي اصل د جوهر نښه ده. آیا ستاسی په شعري بیان کې د دغه حقیقي مینی خواته خوځښت او بدلون علت کوشش و که کشِش؟

                  زه له ډېری مینی په تش بوی د یار شیدا شوم

                  تل د لمدو خټو لږ اوبه وی بهانه

 

یوازی خدای ابدي او لایزال دی، خو د ابن عربی په قول انسان د خدای د وجود د آیت (نښی) او مظهر په توګه په یوه ابدي خیال کې ژوند کوی چې په هغه کې«واقعیت» یوازی د انسان د باطني بصیرت له لارې په کې متصور کېږی. خو د دی حقیقت درک د عادي انسانانو د پوهی له سطحی نه لوړ دی. په عرفاني ژبه «وحدت الوجود» د هستي دغه یووالی دی چې د انسان ژوند له زېږندې تر مرګه پوری د قران د «ارجعی» او «راجعون» په عباراتو کې  خلاصه کوی.

 توصل یا خپل اصل سره غبرګېدل او تأویل یا خپل اولیت ته ورستنېدل هغه عرفاني اصطلاحات دی چې د ریاضت له لاری له مادي سطحی نه د معنی عالم ته د رسېدلو امکان ښیی او حکم کوی چې د انسان جسماني وجود باید د انسان د روحي ماهیت تابع وی، نه برعکس. برسېره پر دې تأویل یا له کثرت نه بیرته د وحدت په لور خوځېدل د وحدت الوجود اصلی معنی افاده کوی چې په اصل کې ټول موجودات له یوی منع پیدا شوی او هغی منبع ته به بیرته ورګرځی.

 داسی ښکاری چې ستاسی مینه د تصوف د لویی لاروۍ بصري رابعې مینی ته ورته وی چې د تصوفي جذبې په حال کې یې ډېوه په لاس او منګی پر اوږه د بصرې په کوڅو کې منډی وهلې چې جنت ته اور واچوی او د دوزخ اور په ابو مړکړی څو خلک د جنت د ښکلا په خاطر یا د دوزخ د اور له بېری عبادت و نکړی، بلکه د حقیقت د مینی د پتنګانو په څېر یوازی د خدای د مینی په لمبو ځانونه و سوځی.

                  ځکه زاهد زُهد کا د یو جنت د پاره

                  سر ښندلی نشی په اوربل د جانانه

 

تاسو د معرفت او اشراق له لاری ماهیتاً د علوی عالم خواته روان واست. هغه څوک چې د وحدت الوجود له اصولو سره بلد نه وی، د کلماتو د ورته والی له کبله د الهي حقیقي مینی او د انساني مَجازي مینی توپیر نشی کولای. دغه توپیر ته پام نه کول کله کله د ناوړه پېښو سبب کېږی، هسی چې د حلاج د ژبې بیان دده د سر په تاوان ختم شو:

                  ګوره چې منصورهسی په دار نشی«رحمانه»    

                  مکړه دا دعشق خبری مستی رندانه

 

د حسي عالم حقیقت یوازی د لوی رب د تجلی د مظهر په توګه منلی شو. کُنتُ کنزاً مخفیاً فاحبَبتُ ان اُعرَف فَخَلَقتَ الخَلقَ لِکَی اُعرَفَ «زه پټه خزانه وم، د مینی له مخی مې هستي پیدا کړه څو و پېژندل شم.» د خدای پېژندنه یوازی د حقیقي مینی او عشق له لاری میسرېږی، نه  د هستي او وجود د عقلاني اثبات له مخی. انسان باید پرخپل ځان او نفس سترګی پټی کړی څو یې سترګی د خدای پېژندنی ته  خلاصی شی. رحمن بابا د دی حقیقت بیان داسی وکړ:

                  بله نښانه د عاشقي نشته «رحمانه»

                  بی نام او نښان شه، که یې غواړی نښانه

 

روښانه ده چې د خدای پېژندل د ژورو اندېښنو معنی د ژبې د بیان په محدودیت کې نه را ایسارېږی، په تېره بیا د شعر په قالب، د عروض په بحر، او د غزلی د قافیی په تنګ چاپیریال کی. خو دغه کار یوازی هغه څوک کولای شی چې د معرفت د اندېښنو په بهیر او د معرفت په پراخو درو کې یې اوږده سفرونه کړی وی. دا کار هغه رحمن کولای شی چې بابا بلل کېږی، او د بوللو په هره کلمه کې یې د رحمن په ژبه د رحمن ثنا داسی ویلی وی: 

                  ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه

                  نور د زما سر وی او د ترکو آستانه

                  هیڅ مې حاصل نکړه په شیخۍ او په تقوی کې

                  پس له دی مې وار دی هرچې شی په میخانه

                  شیخ و شیخي، ورد و وظیفه، او ذکر، فکر

                  زه او ساقي جام و باده  چنګ و ترانه

                  زه و زاهدانو ته حیران یم، دوی و ماته

                  «دیوانه به ده خندد و ده به دیوانه»

                  ګنج د دُرو زار شه د عاشق تر څاڅکی اوښکی

                  نه خروار د عقل، نه د عشق یوه دانه 

                  خدای لره به ورشم په سودا د یار له مخه

                  بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه

                  تیغ د یار له لاسه په مرۍ د عاشقانو

                  هسی لذت کاندی جوړ د مییو پیمانه

                  زه له ډېری مینی په تش بوی د یار شیدا یم

                  تل د لمدو خټو لږ اوبه وی بهانه

                  ځکه زاهد زُهد کا د یو جنت د پاره

                  سر ښندلی نشی په اوربل د جانانه

                  ګوره چې منصور هسی په دار نشی«رحمانه»

                  مکړه دا دعشق خبری مستی رندانه

                  بله نښانه د عاشقی نشته «رحمانه»

                  بی نام او نښان شه، که یې غواړی نښانه

 

د رحمن بابا دغه ښکلی بولـله مې هسی له ځان سره ویله  چې ناببره یې معنی زما خیال او د رحمن بابا حضور په نویو مسرو کې پېیلی و او د ذکر زمزمې یې د شعري انګازو په مات کچکول کې زندګېدلی:

 

                   مات کچکول

کړه مې درویزه د یار دیدن ته بهانه

مات کچکول په غاړه پر لار ځم ملنګانه

 

ځم قلندرواره د سلوک پر اوږده لاره

رنګ او رنځ د مینی کړم بی باکه رندانه

 

زه د ملکوت مرغه په خپلو وزرو راغلم

خط یې راته دام شو خال یې شو را ته دانه

 

هڅه مې کړه ډېره ستنېدو د خپل وطن ته

تن راته قفس شو، شوم اسیر په زولانه

 

څو وژغورم ځان له پردیتوب د چاپېریال نه

خاوری مې خپل تن کړلو په دود  د زمانه

 

زړه کې مې نغښتلی ښکلی راز د یار د مینی

پټ  یې نازومه  صدفواره  دُردانه

 

تل د تصور پردو کې نقش د دلبر لمانځم

بل مطلب  مې نشته بی وصال د جانانه

 

لاس مې التماس کې دی نیولی لوی دربار ته

هی که مې نصیب د یار دیدن شی نظرانه

 

ډوب شوی «ستانیزیه» اندېښنو د حقیقت کې

روغ به لیونی شی د خوب خیال په آستانه

                                                                                                                              ۱۲۰۳۱۸ - ۲۳۰۳۰۹