اور به نه یم، نور به نه یم


پرېږده چې غم کې دی تنها و سوځم

اور کې سیځلی یم، چې بیا وسوځم

خوب ته مې مه راځه لیدئ مې نشې

پرېږده که سوځم، چې بی تا وسوځم

ستا ګونګوسی ته ډېر په تمه ومه

د سکوت زړه کې به بسیا وسوځم


یا به پتنګ غوندی ستا سترګې لمانځم

یا به د شمعې په ژړا و سوځم

د اوښکو څاڅکي ملغلرې پېیم

دا  لړ د دُرو  بی له چا وسوځم؟

د اور لمبو کې ستا تصویر لټوم 

کاشکې سپرغۍ شم چې ځان بیا وسوځم


د ورېځو، تالندو، توفان په ګواښ کې

خپله شم تندر، که برېښنا و سوځم؟

زما په آسمان کې لمر سپوږمۍ نسته نور

چی تروږمۍ کې بی پروا وسوځم

چې ستا بېلتون را نه ګیله و نکړی

دا پاتې ژوند به نیمه خوا وسوځم

د عرش د پاکو پریښتو پر وزرو

ځان آسماني کړم، که دنیا وسوځم؟

که له ایرو را پاڅېلدل شول ممکن

بیا به په رسم د عنقا و سوځم

د ستانیزی د ستړیو هیلو کاروان

په کوه طور، که په سینا وسوځم؟

۲۵۰۱۲۰- ۲۵۰۱۲۱