

کاشکی سور غاټول وی
کاشکی سور غاټول وی ستا په یاد کی غوړېدلی وی
یا دانه د دُرو وی ستا ټیک کې ځلېدلی وی
غوږ کې دی لښتۍ وی د زړه راز به مې ویل درته
هار د ملغلرو ستا ګریوان کې زنګېدلی وی
یا هسکه اوګۍ وی چې تر غاړی دی چاپېره وی
ستا د امیل لړ کې مې څو ځلی ځان پېیلی وی
ستا عسلي سترګو نه که لری وی، خو ډېر نه وی
روڼ د اوښکو څاڅکی ستا بڼو کې ځنډېلی وی
هم په تماشه ستا د سپین مخ له ځانه ورک وی زه،
هم دی هر مکیز هری عشوې ته لمسېدلی وی
پراخ شینکي آسمان لاندی له تا نه لری نه وی، خو
ورېځه د باران وی ستا انګړ کې اُورېدلی وی
زاڼو سره مل وی د طوفان په تروږمییو کې
څرک د سباوون کې ستا ګلزار ته رسېدلی وی
ستا د خوږې مینې د نغمو په زیر و بم کې مست
څوکه د شهباز وی ستا رباب کې شرنګېدلی وی
ستا د خلوت راز وی، نور د پټ پاتې کېدو نه وی
ستا کړنګې خندا سره بېحاله خندېدلی وی
ژوند که مې یوه لحظه وی پاتې، څه یې باک نه و
ستا د سرو یاقوتو خوند مې غاښ لاندی زبېښلی وی
ستا د خیال سکون کې د ټول عمر نندارې ته ځیر
رمز ستا د مسکا وی، ستا پر شونډو سپړېدلی وی
دا د خوب تعبیر به ستانیزي هاله رښتیا ګاڼه
ستا د سترګو رنګ چې یې لېمو لاندی ساتلی وی
- زمان ستانیزی
۲۵۰۸۲۶ - ۲۵۱۲۰۵