یو  ادبي داستان
د لمر له وړانګینې مجلې نه اقتباس
 لرې لرې ملغلرې


                                                    هغو سترګو ته چې رنګ یې زما د قلم الهام سو

                                                                                                 ــ زمان ستانیزی

 

۱ ـ بلقیس

ــ «بلقیسې!...، وه بلقیسو! چېرته یې؟»

ــ «خورجانې! مور دی غواړی.»

بلقیسو زما مشره خور ده. زه یې له نازه خورجانه بولم، دا له ګرانښته «لالا» را ته وایی، او کله مې له نازه «آدم خان لالا» هم بولی.

خورجانه ډېره هوښیاره او بادرایته پېغله ده. په قد او پوهه لوړه؛ او په ذهن او بشره روښانه ده. که خوښ مشربی یې اصلی نوم ندی، نو بې له شکه خورجانې ته ډېر پرځای او مناسب تعریف دی. ښایست کې له چا کمه نده - زما ګرانه او پرما مهربانه خور ده.

خورجانه له وړکتوب نه د کلي ښونځي ته تله او له درس او تعلیم سره یې ډېره مینه درلوده. شپږم ټولګئ یې لا نه و خلاص کړې چې ملایانو ښځینه تعلیم مباح اعلان کړ او د نجونو د ښونځېو د تړلو فتوا یې صادره کړه.

پلار مې انساني کرامت ته د درناوي پر بنا او د عَلَّمَ ٱلْإِنسَـٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ د آیت له مخې د ښځې او نارینه د علم او زده کړې په هکله له ملایانو سره ډېری ناندرۍ ووهلې، او د منطق او استدلال له مخې یې زیار وایسته چې هغوی ته قناعت ورکړی. ورته ویل یې چې میراثي دیانت یوازې د تعلیم او تحصیل له لارې لوړې اعتقادي سطحې ته رسېدلی سي، څو د ٱقْرَأْ د آسماني پیغام معنی د انسان د زړه د ضربان په استمرار کې مفهوم پیدا کړی.

خو ملایانو د خپلو دیوبندي مشرانو په تقلید د دین په اړوند د چا خبره، نه اورېده، او نه یې منله. ملایانو د نجونو تعلیم د کفارو دود ګاڼه، او له هغو سره علمي او منطقي بحث کول داسی و لکه څوک چې اوښ ته دمبوره وهې.

یو وخت له ولسوالۍ نه لرې کلیو کې د نجونو دوه ښونځیو ته اور واچول سو. ځینو ځایو کې د نجونو ښوونکې ووهل سول او ځینې نور یې په مرګ تهدید سول... تر څو چې زمونږ د کلي د نجونو ښوونځی هم وتړل سو.

خورجانه د ښونځي په تړلو ډېره وزورېده، خو بیا یې هم د خپل ښونځي کتابونه په شوق او تکرار لوستل. له هغه وروسته یې زمونږ د کور په یوه ورَستَه المارۍ کې هغه کتابونه ولوستل چې له کلو راهیسې یې له ګرد او پوړې لاندې خپلې پاڼې زړولې، لکه مثنوي معنوی، د ”ألف ليلة وليلة“ پښتو ژباړه، د رحمن بابا دیوان، خیرالبیان، ګلستان، خواجه حافظ... خورجانې به یا د لوستلو یا هسې د پاڼو اړولو تنده پرې ماتوله چې ځان د ”بې مکتبي“ له ستومانتیا نه وساتي. پلار مې له ښار نه ځینې نوي کتابونه ورته راوړل چې ما به هم کله کله په ګډه ورسره لوستل.

کله چې زه لوړو ټولګیو ته ورسېدم، خورجانې به زما کتابونه له ما سره په ګډه او له ما پرته یوازی په خپله لوستل. مونږ لکه د یوه ټولګي صنفیان وو. کوم په زړه پورې مطالب چې ما په ښونځي کې له استادانو زده کول، هغه مې کورکې  په شوق او یوڅه کاذبه خودنماي خورجانې ته ویل. په دې ډول هم زما درس ښه زده کېده او هم به د خورجانې تعلیم له رسمیاتو نه پرته پرمخ ته. خورجانه په تاریخ او جغرافیې کې له ما نه ښه پوهېده، ځکه له پلار نه به یې هم د تاریخي پېښو پوښتنې کولی؛ خو له ریاضي او کیمیا سره یې چندان جوړه نه وه.

زه چې له دولسم ټولګي نه فارغ سوم، زما او د خورجانې سویه ډېره ورته وه. یوازی توپیر مو یوه پاڼه کاغذ و چې زما نوم او زمونږ د ښونځي د مدیر إمضا پرې کښل سوی وه.

کله چې زه پوهنتون ته ولاړم، د هفتې په آخر کې خپل کلی ته را ستنېدم او خورجانې به په لمړۍ شېبه کې زما کتابونه رانه اخیستل، لوستل به یې او له ما به یې د هغو مضامینو په هکله پوښتنې کولی چې د دې په زړه پورې و. ما هم خپلې زده کړې ورسره شریکولې. د نړۍ په پېښو او تاریخي شخصیتونو مو څېړنې کولی او د بیولوژي او طبیعي علومو په هکله مو بحثونه کول. برسېره پر دې، خورجانې به د شمسی نظام، کائیناتو او آفاقی معلوماتو په هلکه داسې سختې پوښتنې مطرح کولې، چې نه به زه د هغو په ځواب پوهېدم او نه به دا. مثلاً دا چې آیا آسمان اصلاً رنګ لري، که هسې زمونږ سترګو ته شین ښکاری؟ که ځمکه په هسې سرعت څرخې چې ساینس یې ادعا کوی، نو ولې یې مونږ حرکت نه حس کوو؟ په سیاست کې خو یې لا له پلار سره هم یو دوه ویل...

.

۲ ـ سلیمان

زه په پوهنتون کې د دورانخیلو د کلي له یو ځوان سره آشنا سوم چې سلیمان نومېده. سلیمان به کله کله له ما سره زمونږ کور ته را ته او کله به زه د هغوی کلي ته ورتلم. یوه ورځ سلیمان له ما سره زمونږ کور ته راغی او دواړه د باغ سیل ته ووتلو. کله چې زه او سلیمان له باغ نه راستانه سولو، سلیمان خپل د پوهنتون کتابونه د میز له سره واخیستل او کورته ولاړ. وروسته خورجانه له دوه کتابو سره راغله غوښتل یې چې له ما نه په کوم مورد کې پوښتنه وکړی. ما ورته وویل چې زه په دی موضوعاتو نه پوهېږم. دې وویل،

ــ «څنګه د خپلو درسي کتابونو پر موضوع نه پوهېږی؟»

ــ «زما د درسي کتابونو پر موضوع؟ زما کوم درسي کتابونه؟»

خورجانې دوه کتابونه راته وښودل.

ــ «دا کتابونه زما ندی. دا دې له کومه کړل؟»

ــ «ستا کتابونه دی. د میز پر سر، ستا د پوهنتون د نورو کتابو سره ول. لږ په زړه پورې راته ښکاره سول، وامې خیستل چې ویې لولم. لږ مې ولوستل خو...»

ــ «هغه کتابونه چې د میز پر سر و؟»

خورجانې په تائید سر وښوراوه. پوه سوم چې د سلیمان درسې کتابونو یې اخیستی، او دهغو په هلکه له ما نه پوښتنې کوی.

ــ «هغه ټول کتابونه زما نه و، نیم یې د سلیمان کتابونه و!...» دواړه هک پک پاتې سولو.

ــ څومره بد سو. کتابونه راکه چې ورپسې ولاړسم او ژر یې ورکړم.»

ــ «هغه به اوس کور ته رسېدلی وی. سبا به یې وروړې.»

متردد پاتی وم چې اوس څه وکړم. شرم دی چې د سلیمان کتابونه دلته پاتې سوی، یا «پاتې کړل سوی.» خورجانه یو څه مسکۍ سوله او ویې ویل، «اوس چې کتابونه دلته پاتی دی، شرم دی چې و نه لوستل سي.» په زغاسته او مکارانه خوشحالي خپلې خونې ته ولاړه او د سلیمان د کتابونو په لوستلو داسې بوخته سوه چې د ماښام ډوډۍ ته لا رانغله. ویل یې په سر یې درد دی. یوازی زه یې د سر د درد په علت پوهېدم. خورجانې ټوله شپه د سیاسي نظامونو کتاب بشپړ خلاص کړی و او د یوناني فلسفې د اساساتو د کتاب لمړی فصل یې هم یو څه لوستی و. ما ته یې زارۍ کولې چې د سلیمان کتابونه لږ وروسته وروړم چې یو دوه نور فصلونه یې هم ولولي.

زه غرمه له کتابو سره د سلیمان کورته ورغلم. سلیمان زما په ناببره ورتګ لږ څه حیران سو، ځکه لا یې پام سوی نه و چې دوه کتابو یې زمونږ کره پاتې سوی و.

ما ورنه بښنه وغوښته او ورته و مې ویل چې خورجانې فکر کړی و چې دا زما کتابونه دی، او سهواً یې د لوستلو په نیت اخیستی و... د سیاسي نظامونو کتاب یې له پرون راهیسې تر پایه لوستی. له علم او پوهې سره د خورجانې سرشاره مینه د سلیمان د تعجب سببه سوه. زما په سرګردانۍ یې تأسف وکړ، او ویې ویل، «کتابونه بیرته در سره وېسه، سبا به یې پوهنتون ته در سره راوړی.» زما د  رد ځواب په مقابل کې یې ټینګار وکړ او ما هم کتابونه خورجانې ته بیرته راوړل. خورجانې چې کتابونه ولیدل په ټوکه یې وویل، «وګوره، د کتابونو غلا کول څومره ګټه لری.» ژر یې کتابونه را نه واخیستل، په زغاسته ولاړه او د خپلې خونې دروازه یې په ځان پسی وتړله.

.

۳ ـ زمرۍ دی خپله راسی

خورجانه پلار ته ډېره ګرانه وه. کله چې به پلار کورته راغی، نو په دې به یې غږ وکړ، «زمرۍ! چیرته یاستی.» تل به یې صلاح مشوره ورسره کوله او کله کله به یې زه هم ورغوښتم.

له ډېرو نویو او زړو پېښو ورسته یوه ورځ د سلیمان مور او خویندې زمونږ کره راغلې. زمونږ له خوا یې هرکلی او پالنه وسوه. له روغبړ، پېژندګلوي او آشنایي وروسته بیرته ولاړی. دوه هفتې وروسته بیا راغلې. دا ځلې یې هغه وخت چې خورجانه په دالان کې وه، د چای او میوې د تعارفاتو او څښلو په وخت کې خبره یاده کړه، چې دوی سلیمان ته له خورجانې سره د کوژدې په نیت راغلی.

له هغه وروسته مورجانې او خورجانې ډېری نژدې او ځانځاني خبرې سره کولی. زما زړه ته لوېده چې په څه موضوع به خبرې سره کوي. مور مې له ما نه د سلیمان د کورنې په هلکه پوښتنې کولی او ما هم هغه څه چې پرې پوهېدم، یا مې حدس واهه، ورته ویل.

خورجانې له ما نه د سلیمان په هکله دومره پوښتنې کولې چې تا به ویل د ولسي جرګې د استیضاح غونډه ده. چې د ډېرو پوښتنو د علت پوښتنه مې ورنه وکړه، راته و یې ویل، «غواړی مونږ سره خپلوي وکړي.» خورجانه زما څېرې ته ځیره وه او زما عکس العمل ته معطله پاتې سوه. ما یو څه وخت ته ضرورت درلود، څو د دغې غوښتنې ښه او بد و سنجوم. هسې غلی له خونې ووتم.

سبا مې پلار له ما نه د سلیمان او د هغه د کورنۍ په هلکه پوښتنې وکړی. بله ورځ یې له خورجانې سره مشوره او مصلحت کاوه او خورجانه یې د خیشاوې د مرستې په پلمه یوازې باغ ته ور وغوښته او دومره خیشاوه یې وکړه، واښه څه، چې نژدې ګلان یې له وښو سره خیشاوه کړی و. وروسته خبر سوم چې پلار مې د دورانخیلو کلي ته د خپلو دوستانو پوښتنې ته څو ځلی په کومه پلمه تللی و.

له هغه وروسته چې به کله د سلیمان نوم زمونږ په کورنیو خبرو کې یاد سو، یو ځنډېلي، نامریي سکوت به فضا ډکه کړه. کله به د سلیمان د نوم په اخیستلو د خورجانې مخ سور سو او د کوم شی په پلمه به له خونې ووتله.

دوه میاشتې وروسته د دواړو کورنیو خوښه وسوه چې خېښي سره وکړي. پلار مې وویل د کوژدې، وکي، «پای وازي» او عقد او نکاح مراسم به یوځای، په یوه ورځ کېږی او واده به د ناوې او زوم په خوښه وروسته کېږی. د دوبی په نیمایي کې بندوبس ونیول سو چې د میزان د ستوری له ختلو د مخه دی کوژده وسي.

کله چې د نکاح په ورځ زه او زما د آکا زوی ولاړو چې له خورجانې نه د دی د شرعي وکیل د تعینېدو رضایت واخلو، دی ویل، «که د پلار مې اجازه وي، زه له وکیل نه پرته پخپله د نکاح په مراسمو کې برخه اخلم.» پلار مې د خورجانې په جرأت او زړورتوب باور درلود او ویې ویل «سمه ده. زمرۍ دې خپله راسي.»

زه د خورجانې یوې خواته او مور مې د هغې بلې خوا ته په نیولی قدم د مېلمستون خوا ته ولاړو. خورجانه چې یوکوچنی تاج یې له شنه اوږده سالو سره  پر سر و په اوږدو  شنو جامو کې د ایجاب او قبول لپاره زمونږ لوی مېلمستون ته ننوته. زمونږ د لویې کورنۍ څو تنه نورې ښځې او د سلیمان مور او یوه خور هم له ناوې سره بدرقه سوې، څو مجلس کې یوازی نارینه نه وی. میلمانه ټول په درناوی پاڅېدل. ملا په ولاړېدو کې لږ ځنډ وکړ. کله چې یې ولیدل چې یوازی دی ناست پاتې کېږي، نو ولاړ سو. خورجانه په نیولو قدمونو د مېلمستون په لوړ سر کې پلارته نژدی د سلیمان څنګ ته پر تخت کښېناسته.

دغه مراسم زمونږ د کلیوالی دود او دستور له سویې نه لوړ و، خو له شریعت سره یې پوره مطابقت درلود. ملا صاحب څو ځلی د ایجاب او قبول د خطبې د عباراتو په ویلو کې تلوهلی سو، ځکه د هغه حافظې ته سپارل سوی عبارات د شاهدانو لپاره ترتیب سوی و، نه مستقیماً د ناوې او زوم د سؤال او ځواب لپاره.

د سلیمان پلار د خورجانې په جرأت، زړورتیا او پوهه دومره و ویاړېده، چې خپل د مېوې درې جریبه باغ یې خورجانې ته د مهریې په توګه  ورکړ چې د نکاح په سند کې ثبت سو.

.

۴ ـ د غم د زغم غمیزه

له هغه وروسته سلیمان څو ځلې زمونږ کورته راغی. سلیمان رښتیا یو پوه، مؤدب، او منلې ځوان و او ژر یې د ټولو په زړونوکې ځای ونیو. خورجانې له سلیمان سره د میلمه او د خپل ژوند د شریک په توګه روغبړ او ناسته کوله. دواړه په خوی او خصلت کې سره ورته و، او ډېر سره خوشحاله برېښېده. دواړه کورنۍ په خېښی او خپلوی او د ناوی او زوم په وصلت خوشحاله و؛ طبعاً بلقیس او سلیمان تر ټولو زیات.

له بده مرغه دغې خوشحالی ډېر دوام ونکړ. د ژمې په سر کې سلیمان په یوه ترافیکی پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ او مونږ یې ټول په غم کښېنولو. زه او خورجانه چې ورورګلوی-خورګلوی کې ډېر سره نژدې و، د غم ډېر ویرونه مو سره وګالل. د سلیمان د مړینې غم لا هېر سوی نه و چې د سلیمان ورونو ملایان له یوې غوښتنې سره را واستول چې «بلقیسو د هغوی کونډه ده، نو باید د سلیمان له یو ورور سره واده وکړی.»

د دې خبرې اورېدل خورجانې ته ډېر سخت، او په هیڅ ډول د منلو وړ نه وه. هغې په خپله ملایانو ته وویل چې، «نکاح له شخص سره تړل کېږی، نه له کورنۍ سره. نکاح د کورنۍ میراث نده او د چا ښځه د چا ملکیت نده چې د تَرَکې په ویش کې یې په برخه ورسېږې...» ملایانو  د ولسی دود او دستور او عُرف له مخې یو څه خبرې وکړی، خو پلار مې د خورجانې د معقولو ځوابونو پلوی وکړه او ملایان له رد ځواب سره بیرته ولاړل.

د سلیمان وروڼو، برسېره پر دې چې خپله کونډه یې غوښته، نه یې غوښتل چې د خورجانې په مهریه کې خپل د مېوې درې جریبه باغ له لاسه ورکړی. وروسته له دې چې د دوی د هرې غوښتنې ځواب رد سو، د تهدید او ګواښ لار یې ونیوله چې که په هر واده، مجلس یا محفل کې یې لاس بر سی، خپله کونډه بیایی یعنی تښتوي یې، ځکه دا د دوی کونډه ده او «تښتول» یې د دوی حق دی.

پلار مې ننواتې ور واستولې چې منطقي خبرې اترې ورسره وکړی. که نور نه، نو څه نا څه د خپل شهید ورور د خاطر خیال دی وساتي؛ مه دی سه... چاته وایی؟

له هغه وروسته خورجانه د چا مړی ژوندی ته نه تله او له خپلوانو سره یې هم په «راسه» کې «درسه» نه وه.

آخر یوازی یوه لار پاتې وه. د دی لپاره چې د سلیمان د ورونو د مېوې د باغ د له لاس ورکولو تشویش رفع سي، خورجانې خپل د مهریې حق د سلیمان پلار ته وروباښه. پلار مې لیکلې وثیقه ولسوالي ته وېوړه چې قاضي یې په سجل کې ثبت، مهر او إمضا‌ء کړی. خو قاضي د رشوت غوښتلو په پلمه، چې داسی قانون نسته...ناغېړي کوله. له ناچاري او مجبوریت نه د کلي د ملا د شکرانې په مقابل کې د ملا د تصدیق او د شاهدانو د شهادت او ګوتو لګولو له مخې د شرعي وثیقې پر ځای، عُرفي حجت او تعهد ولیکل سو او د خورجانې په قلم له دغه لاندی عبارت سره د سلیمان پلار ته واستول سو:

«زه بلقیسه د رېدی خان لور د نظرمحمدخان د زوی سلیمان کونډه له چا سره د واده خیال نلرم او د پلار په کور سر سپینوم. په دې توګه له سلیمان سره د هغه د ناڅاپه مړینې په سبب خپل عقد او نکاح فسخ ګڼم، منل سوی مهریه د سلیمان پلار، نظرمحمدخان ته وربښم او د هغوی په دارای او شتمنۍ کې د هیڅ ډول مالکیت حق نلرم.»

د سلیمان مړینه یو غم و، د ورونو ناخوالی یې بل غم. خورجانې یوازې له خپل مشروع حق نه د انکار په نتیجه کې یو څه د خاطر آرامي تر لاسه کړه او په دی توګه د ژوند له سړو او تودو پړواونو نه تېره سوه. خو د روحي ماتې پر ځای یې په هسکه غاړه د ژوند دغې لویې غمیزی ته ماته ورکړه.

.

۵ ـ د عطرو سِحر

یوه شپه مې د خوب ځای کې یو دیوان لوست. پاڼې یې د کتبا په داسې یو مخ ودرېدې، چې شاعر د باران د څاڅکې یادونه او ستاینه کوله:

            لرې لرې ملغلرې

            په توفان کې زېږېدلې 

            لوړ آسمان نه اورېدلې

            د دریاب څپو پرېولې

            صدف خپل زړه کې روزلې

                        هم نژدې هم رانه لرې، لرې لرې ملغلرې

            د غواص ګوتو موندلې

            زرګر سپينو کې نغښتلې

            پېغلو لړ په لړ پېیلې

            په ښایست له هرڅه ښکلې

                        هم نژدې هم رانه لرې، لرې لرې ملغلرې...

 

ما د باران د څاڅکی په لنډ داستان کې د یو عارف د نفس د تذکیې او ریاضت د پیوست تناوب او بدلون د مراحلو نښې لیدلې چې د یو څاڅکې ابو له روڼواله نه څنګه په نورانیت کې ملغلره جوړېږی. په همدې اندېښنه کې د کتاب له سپړلو پاڼو سره خوب وړی وم. نه پوهېږم چې څراغ به د شپې ترکومه ځان ته روښنایي کوله، خو یو وخت مې د نیمه خوب په خاطر کې د مورجانې مهربان او غلی آواز تر غوږ سو چې له ځان سره یې زه مخاطلب کړی وم؛ او د خپل زړه مینه یې په ما اَوروله، «بیا په پټو سترګو کتاب لولی، خدایه!... څومره سبق... څومره کتابونه... «خدا زده» چې په خوب کې یې څه په یاد پاتې کېږی، که نه؟»

د نیمګړی خوب او ویښتیا تر مینځ مې احساس وکړ چې د مور د مهربانۍ لاس زما پر سر تېر سو، بړستن پر ما را کش سوه، د څراغ روښنایی خیره سوه، پیکه سوه، تیاره سوه...خو... لږ وروسته بیرته روښنایي سوه. دا ځل وړانګې هلته له لری افق نه را خپرې سوې. د شېبو په تناوب کې ټول هغه وخت چې زه د کتاب د سپړلو پاڼو په مینځ کې د ملغلرې په خیال کې خوب وړی وم، د ژوند پاڼه یو بل واقعیت ته اوښتې وه:

د جنت أَرَآئِكِ ته ورته پر سره مخملین زرین تخت ناست د یوې آسماني ښاپېرۍ د عطرو له رایحې نه مست یم. ښاپېرۍ چې په بیساری ښکلا کې سر تر پایه په رنګینو ملغلرو نغښتی سمبال سوی، زما څنګ ته ډېره نژدې ولاړه ده.

 که څه هم ما لا د دی ښکلې بشرې ته یو نظر هم ندی کتلي، خو زما زړه یې وړی او  د لیونتوب له حد نه آخوا، ورباندی میین سوی یم؛ هسې چې د ښایست د ځلانده لمرګرمي یې د ځان په هره ذره کې حس کوم. داسی راته ښکاری چې زما د مینې جاذبې یې په زړه کې ځای نیولی. ښاپیرۍ مې هم سر پوری ولاړه ده او هم مې خواته؛ هم مې د سر ساتنه کوی او هم مې د زړه پالنه.

احساس کوم چې په نیولې مسکا کې ما ته کښته ګوری، خو زه نغواړم چې د هغې د ښکلا ډېوې ته له دومره نژدې ځیر سم. د هغې د خاطر خیال او د خیال خاطر ساتم، چې سترګې هم پورته نه ور اړوم، څو زما په نیغ کتلو یې سپینه بشره له شرمه ګلابی نسي.

د ښاپېرۍ پر ځان د ملغلرو لړونه جامې سوی دی. داسې چې له غاړې او ټټر نه تر نرۍ ملا پورې، بیا تر اوږدې لمنې او پښو پوری یې ټول دنګ رسا قامت د رنګینو ملغلرو په ګاڼه سینګار سوی دی. د ښایست له سِحرناکې تجلي نه یې انکار نسي کېدای، ځکه وینم چې نورې ښځې او نجونې راځی، د دې تر مخ د تعظیم زنګنونه لګوی او د دې پښې د درنښت او درناوي په رسم په لاس لمس کوي، څو ثابته کړی چې د دې ښاپېرۍ د ښایست ساری د ځمکې پر مخ او در آسمان پر لمن کې نسته.

د ښاپېرۍ د ټټر، نرۍ ملا او لمنې رنګینو ملغلرو ته هسې ځیر یم، چې مطمین یم داسې روښانه رنګونه به د طبیعت د تصویر کارګاه،  نه د بدخشان په لعلونو کې نغښتلی وي، او نه به یې د یمن په یاقوتو کې روزلی وی. د ښایست د دې کښلی تمثال پر ځان د هرې ملغلرې بیلابیل رنګونه د خوب په روښانه پرده کې هسې له ورایه وینم، ګڼه چې په ویښو سترګو ورته ځیر یم. په ژوند مې، نه سترګو هسې رنګینې ملغلرې په نظر لمس کړی وې، او نه مې هسې ملغلرې په داسې کښلی، موزون ښځینه اندام باندی جامې سوی لیدلې وی. د دُرو پر دانو مې حسادت راغی چې له ما نه د ښاپېرۍ مرمرین ځان ته ور نژدی وی.

د  ښاپېرۍ د مینې جذبه زما په کوګل کې په دومره شدت هَوَسېږی، چې زړه مې غواړی تر نرۍ ملا یې لاس را تاو کړم او په غېږکې یې ټینګه ونیسم، خود دی د آسماني حضور حرمت او د سترګو حیا مې مخ ته درېږی او جرأت نه کوم.

ډېر غواړم چې دغې ښکلې ښاپېرۍ سره سترګې په سترګې سم، یا څه ناڅه یوځل د التماس سترګې پورته ور واړوم، خو جرأت نه کوم، ځکه نه غواړم چې زما د التماس رنځ یې د خاطر رنګ پیکه کړی.

دغه د لوړو آسمانونو الهه دومره نژدی راته ولاړه ده چې ما یې د عطرو د رایحې په مستی کې ځان ورک کړی. روح یې په خپل تن کې احساسوم، وجود یې په خپله هستي کې؛ مینه یې په خپل لیونتوب کې لمانځم، جذبه یې په خپل ادراک کې؛ خیال یې په خپل خوب کې نغاړم، له حضور سره یې په غیاب کې لوبې کوم. ښاپېرۍ زما د ویښو او ویدو لحظو رنګ او خوند ګرځېدلی.

د همدې معطرې فضا د خواږه خوند له خوب نه راویښ سوم. خو، کاشکې نه وی را ویښ سوی. د سهار په لمړنیو ویښو لحظو کې مې ذهن د خوب په تصویرونو پسې زغستل چې را ستانه یې کړی، څو  د آسماني ښاپېرۍ غیبت د هغې د ځان د عطرو په رایحه کې حاضر او حضور پاته سي.

تر ډېره مې په ویښو شېبو کې سترګې نه خلاصولې. د خیال هنرمندو ګوتو زما د تصور پر پرده د ښاپېرۍ د سپینې بشری انځورونه کښل او د عطرونو رایحې یې یوې بلی دنیا ته د تلو زېری  را کاوه. یا څه ناڅه زما خیال غوښتل چې دا اټکل واقعیت سی  او زما مستقبل داسی ولیکل سي...

ناببره مې د مور غږ تر غوږ سو:

ــ «آدم خانه زویه! لا ویده یې؟ را پاڅه. څوک د کلا دروازه وهي!»

ــ «...ښه ده مورې...»

په بیړه را پاڅېدم. په زغاسته د کلا دروازې ته ورغلم.

ــ «سلام علیکم، خان صاحب کور دی؟»

ــ «خیریت دی...

کور ته راغلم پلار مې احوال ته منتظر و.

ــ «د حسن خان آکا مزدور دی. سبا سهار یې جرګې ته غوښتي یاست.»

ــ «د څه شي جرګه؟»

ــ «فکر کوم د امین جان د روغې جرګه ده.»

ــ «مېلمستون ته یې بوزه، چای هم ورته تیار کړی.»

ــ «ما د چای سَت ورته وکړ، خو په عجله کې دی. ستاسې ځواب ته معطل دی.»

ــ «ورته ووایه، سمه ده. درځو.»

د «درځو» د جَمعی له صیغې نه پوه سوم چې د دوهم کس «پچه» حتماً زما په نوم خېږی؛ او د جمعې د رخصتي ورځ به مې د روغې په «ناروغې» جرګه کې ګوډه سي؛ د پولې او پټي د جګړو د غمیزی جرګه ده. پلار مې څه موده د مخه له آس نه لوېدلی و او تر اوسه چپ زنګون نګوښي. له هغه را هیسې لری ځای یوازی نه ځې.

.

۶ ـ پوله او پټی

څومیاشتې دمخه یوه ورځ، د امین جان زوی ظریف خپل پټي ته د پاس ویالې له لښتې اوبو اړوې. قدیرخان ورته وایی، «کله چې ستاسې پټی اوبو سو، نو زمونږ پټي ته به اوبو واړوی. ځنډ و نکړی چې بیا زمونږ پټی وچ پاتې نسی.»

ظریف د قدیرخان پټي ته په وخت ابو اړوي. د قدیرخان پټی لا پوره اوبو سوی نه دی، چې میراو راځي او خاده دارانو ته وایي چې د ابو «دانه» پټم کړي. د قدیرخان زامن، نعیم او نسیم، د خپل نیم پټي د وچ پاتې کېدو له امله له ظریف سره شخړه کوي او خبره یې غالمغال او جنګ ته رسېږی. ظریف چې لږ څه غښتلی دی نعیم را څملولي. نسیم د خپل ورور ننګه کوې او ظریف د ده په خپل یوم په اوږه وهي. یوم د ظریف له اوږې خطا کېږي او پر سر یې لګېږي. ظریف ګنګس لوېږی. نعیم او نسیم له وارخطایي په منډه خپل کور ته ننوزی او دروازه تمبه کوي.

د دوی په غالمغال امین جان له کوره راوزی او په بیړه د ظریف خواته ور دانګی چې د پولی پر سر لوېدلی دی. امین جان له هیبته ناره کوی «او خلکو د خدای لپاره راسی...»

د امین جان میرمن او لورانی په ژړا او انګولا ور وزی. د ښکنځلو او ګواښ په مینځ کې د کلي خلک مرستې ته ور وزی. ظریف په کټ کې کور ته وړي و خو حال یې د ښه کېدلو نه ښکاري. څوک د شکری د شربت تجویز کوي، څوک د ملا د  دم او دعا. هیڅوک د خپل «طبي تخصص» له توصیې نه دریغه نه کوي؛ خو ظریف هسې بیحاله پروت دی او باید روغتون ته وېوړل سي.

د ولسوالۍ روغتون باندی څه موده د مخه «جهادیانو» حمله کړی وه او له یوې هفتې را هیسې ډاکتران او موظفین کار ته نه ورځي. د شپې نوکریوال ډاکتر خو لا له یو کال راهیسې د «جهادیانو» د تهدید په سبب د شپې نوکرۍ ته نه دی حاضر سوی.

ملک محمود آخوا داخوا ګوری. یعقوب ته یې سترګې اوړی. یعقوب یې د سترګو په رمز پوهېږی او په بیړه خپله زړه ګاډۍ په خپل ډنګر آس پورې تړي او د امین جان د کور مخې ته یې دروي.

په همدې لوړ ماښام کې یو ټکسي موټر چې له لاری تېرېږی د خلکو له خوا  د دغې عاجلې پېښې په خاطر درول کېږی. خلک له ټکسیوان او سپرلۍ نه د مرستې هیله کوي. هغه مسافران سمدلاسه له ټکسي نه را کښته کېږی او د یعقوب په ګادۍ کې خپل کلي ته ځي.

امین جان او څو نور کلیوال ظریف په ډېر احتیاط له کور نه ټکسي تا راوړی او ټکسي په بیړه د ښار خوا ته روانېږی. د کلي کوچنیان په موټر په سې په دوړو کې منډې وهي. د ظریف مور او خویندې په موټر پسې ګوري، ژاړي او ساندې وایي. د کلي ځینې ښځې د امین جان کره د غم پالنې او دل آساینې لپاره ورځي.

د ظریف سا په لار کې خېږي، ټکسي تېر ماخستن له جنازې سره کلي ته راستنېږي. کلی له یوې خوا په غم کې کښېوزی، له بلی خوا د دښمنۍ په ګواښونو کې.

سبا د سهار له لمانځه وروسته قدیرخان د کلي د ملا په ملتیا د امین جان کره  له قران سره په عذرغوښتنه ورځي. او ورته وایی چې هلکانو شخړه کړی او ظریف په بیغوری کې په یوم لږېدلی. قدیرخان او ملا صاحب له امین جان نه د روغې جوړې غوښتنه کوی چې حکومت ته دی د قتل د پېښې خبر نه ورکوي او عریضه دی نه کوي. له هغې ورځې تر دې مهاله څو جرګې سوی، خو لا روغه نده سوی او فیصلې ته ندی سره رسېدلي.

.

۷ ـ پڼې او پګړۍ

پلار می د جمعی د ورځې له سباناري وروسته غږ وکړ چې زما پڼې او پګړۍ تیار کړی. ښایسته ګل ته یې وویل چې آسونه زین کړی. ماته یې هم وکتل خو څه یې و نه ویل. زه یی د سکوت په مطلب پوه سوم. اطمینان مې ورکړ چې تیارېږم. ژر نیمې ښاري او نیمې کلیوالی پاکې جامې واغوستلې. مور مې راته وکتل او ځان سره یې غلی خپله همیشه ګي دعا وکړه، «خدای دی را ته وساته.»

پلار مې د شا خونې ته ولاړ او څو شېبې وروسته له نویو کالیو سره را ووت. د خپل جېبی ساعت زنځیر یې د واسکټ د تڼۍ په سترګه کې حلقه کړ. پر سپینچکه توره ږیره یې لاس تېر کړ او خپله پیکه آبی پګړۍ یې له سره وتړله. پلار مې له لوړ قامت سره نور هم دروند او سنګین ښکارېده. مور مې د سترګو له کونجه په میل ورته کتل او پرې ویاړېده. معمولاً بیا سپانده وروسته د پلار په غیاب کې ورته دود کوي. د پلار مې ټوټکې، نذرونه، نظرمات او د سپاندې دودول نه خوښېږی.

ښایسته ګل حویلي کې آسونه زین کړی و. پلار مې په سره آس باندی سپور سو چې رام دی. ما ته یې سپین آس پرېښود چې کله کله شیشنېږی او مستی کوی. پر آسونو سپاره د حسن خان کلا ته وخوځېدو. په لار کې چې خلک په مخ را تلل، سلام او ادب یی کاوه او پوښته نه یې کوله. دوه دری کلی وروسته ادریس خان په مخه راغی، روغبړ یې وکړ. ما ته یې په ځیر وکتل، بیایی زما پلار ته وویل، «نامخدا زلمی سوی. پښه یې چېرته ور بنده کړی.» پلار می په یو ډول رضایت کې مسکی سو. ما د ادب رعایت وکړ، هیڅ عکس العمل مې و نښود، ګڼې چې نه مې یې خبره اورېدلی او نه یې په مطلب پوه سوی یم.

لږ وروسته د حسن خان کلا ته ورسېدو چې د سیند خواته د کلي په آخر کې ده. د لوی مېلمستون مخ ته میرآخور د آسونو ترسېري او قیزې له مونږ نه واخیستې. یو ځوان د مېلمستون د لارښود په توګه تر دروازې پورې ترمخه سو. درې ځوانان چې دروازې ته نژدې ولاړ و، مونږ ته یې د مېلمستون ور خلاص کړ.

مېلمستون له خلکو ډک و. له یوې خوا مو له ټولو سره روغبړ وکړ. پلار مې خپلو ملګرو ته چې زه یې په ځوانې کې نه وم لیدلی، ور وپېژاندم، «دا مې زوی دی، آدم خان». د پېرزوینې او نېکو هیلو تشریفاتی اظهارات کېدل: «د پلار برکت دی پر زوی سي... تکړه ځوان سوی... نامخدا....» مېلمستون لوی و. سرې غالۍ او دوشکې آواری وی، لوړ په دیوالو باندی د «آیت کرسی»، «الله» او «محمد» لوحې بندی سوی وې. یوه کړکۍ یې د تازه هوا لپاره د باغ خواته خلاصه کړې وه.

له یوې پیالې تعارفي چای څښلو وروسته چې د یو بل د حال او احوال خبری او پوښتنی خلاصی سوی، حسن خان آکا چې توربخونده څېره او نرۍ اوږده پزه یې درلوده، د کلی ملا صاحب ته اشاره وکړه. ملا صاحب چې په ځان دروند و ږیره یې په نکریزو سره کړی او د پزی د نصوارو کوچنی کدو یې هم په لمن کې و، څو قراني آیتونه او د عربي دوعاګانو عبارتونه یې تر«...اما بعد» پوری قرائت کړل او د جرګې د بري دوعا یې په پښتو وکړه.

حسن خان آکا خلکو ته مخ واړاوه: «ورونو، غم مو خپل دی او ګالل یی هم پر مونږ دی. د امین جان او قدیرخان دی کور آباد وي چې خبره یې حکومت ته و نه رسوله، که نه، اوس به مو د ولسوال، قاضی او مامورنیو له رشوت غوښتنو نه ځان نسو خلاصولی. دا چې دواړه خواو پر مونږ اعتماد کړی او حاضر دي چې د جرګې روغه وکړي، کور یې ودان. جلندرخان هم د موسهی لوی مرکچي دی. کور یې آباد چې راغلی   څو زمونږ د وروڼو تر مینځ روغه وکړی.»

حسن خان آکا د خپلې وینا په پای کې د جلندرخان خوا ته مخ واړاوه. جلندرخان چې په کیڼ بارخوی یې د سال دانې داغ و او رډې سترګې یې درلودی، ستونې یې صاف کړ او د حسن خان تر څنګ یې ځان ببر کړ او کوکر کښیناست.

«ورونو، مونږ په تېرو جرګو کې د پښتني جرګې د دود له مخې په مچلګه باندی خوښه سره وکړه. د بد او پور دواړو خواو په ګډه د یوه غوایی اوڅلورو پسونو بیعه له مرکچي سره د ضمانت په توګه کېښودلی. که دواړه خواوې د جرګې پرېکړه ومني د غوایي او پسونو د بیعې پیسې یې بیرته ورکول کېږی. هره خوا چې د جرګې له پېکړې نه سر وغړوی، د مچلګې پیسې له لاسه ورکوي چې بیا د ملا د شکرانې او جومات په چارو کې خرڅېږی. که چېری د جرګې سپکاوی وسي، بیا نو مدعیان کولی سي چې خپله قضیه محکمې ته وېسي. بیا دوی پوهېږي، قاضي، حاکم، حکومت، او زین او زندان. په مخه یې ښه.»

مجلس د څو شېبو لپاره په سکوت کې پا تې سو.

جلندرخان چې د چای پیاله کېښوده نو مخ یې بیا خلکو ته واړاوه، «نو چې په دې مو خوښه ده، امین جانه عرض دی وایه.»

امین جان له ونې ټیټ او په ځان ډنګر سړی وه. لاسونه یې وچ او د بزګرو تلې یې چاودلی وی. «مشرانو! زما او د قدیرخان کورونه او پټې څنګ پر څنګ دی. د یوبل پټې ته په نوبت اوبو روکو. وچکالی بده ده. د ویالې د آخر ځمکو ته اوبو نه رسېږی. میرآو او خاده داران په ویالو کښته او پورته منډې وهي او په لښتیو کې یوه شېبه هم اوبو نه پرېږی چې ضایع سی.

څو هفتی دمخه زما ځوان زوی ظریف جان» ...(د ظریف د نامه په اخیستلو امین جان ژړه غونی سو. آواز یې و رېږدېده.) بیا یې یو سوړ اسویلئ وایست او شا ته یې تکیه وکړه. مجلس سکوت کې کښېوت. د امین جان څنګ ته د هغه شپږکلن کوچنې زوی ناست و او د خپل ورور د نامه له اورېدو سره یې مړې اوښکې پرمخ را ماتې سوی. خوازک آکا چې ور څېرمه ناست و د کوچنی پر سر یې د مهربانۍ لاس تېرکړ.

له لږ ځنډ وروسته، امین جان خبرو ته ادامه ورکړه. «زما زوی خپل پټی اوبه کړ او د ښه ګاونډی په توګه یې د قدیرخان پټي ته اوبو اړولې وې. خاده دار اوبه پټم کړې وې او د دوی پټی سم نه و ابو سوی. زما زوی ګرم نه و. د ده زامنو نارې جوړې کړې، شر یې جوړ کړ... دوی د ظالم بچیانو په دواړو زما په زوی حمله کړی؛ هغه یې هسې وهلی و، چې نه تر درمله ورسېده او نه تر ډاکتره.» امین جان بیا لږ ژړغونی سو او په لړزنده آواز یې خپلې خبری پای ته ورسولی، «د قدیرخان زامن زما د زوی قاتلان دی. خون یې د دوی پر غاړه دی... بس همدا می عرض و.»

له لږ څه ځنډ وروسته، جلندرخان قدیرخان ته مخ واړاوه. قدیرخان چې شنې سترګې او سپینه بشره درلوده، د جرګې د غړو د راتګ له زحمت نه یې مننه وکړه. له امین جان نه یې د پېښې به نسبت ډېر عذر وغوښت او مننه یې ور نه وکړه چې حکومت ته له غریضی کولو یې لاس واخیست. بیا یې جرګې ته مخ واړاوه:

«ورونو، مشرانو، زما زامنو قتل ندی کړی. هسې ځوانان دی په اوبو یې سره جنګ سوی و. دا د قتل مسئله نده، هسې بې احتیاطي سوی ده. هلکان دي.»

امین جان په غوسه سو او په قهرجنه لحن یې وویل، «خود به یې بې احتیاطي ګڼې. ستا زوی ندی مړ.» د دواړو خواو آوازونه سره پورته سول یو بل ته یې ټټرونه ووهل. مخ کې له دې چې سره لاس او ګرېوان سي، جلندر خان غږ وکړ چې، «بس کړی، مونږ جرګې ته راغلی یو، نه جګړې ته.» د قضیې دواړه خوا وې یې سره بېلې کړې. جلندرخان په لوړ آواز اعلان وکړ، «تر نیم ساعته پورې، څو چې ما نه وی ویلی، د جرګې غړی له یو بل سره د خبرو کولو حق نلری.» خلک چُپ او غلی کښیناستل. د چاینکو او پیالو شرنګهار و چې په اشاره آخوا دا خوا تعارف کېدې.

.

۸ ـ د سنځلې ګُل

په یو فرصت کې، زه او دوه نور ځوانان له جرګې د باندی ووتلو. د سیند پر غاړه د سنځلو د ونو له غوټییو ډکو څانګو، د خپل پسرلني سینګار نندارې ته ور وغوښتو. د چنارو غوټۍ په خلاصېدو وی، خو د سنځلو څانګې له معطره غوټییو ډکې وی، او چوغکې په کې نڅېدې او چوڼېدې. څپاند سیند د ګڼو ځنګلو او شنې مَرغې په مینځ کې لکه مار کږې  وږې ویالې او شېلې جوړی کړی وې. د سیند پر غاړه لږ څه لری  له ونو لاندی ګودر و. د کلي شا ته د شنو سمسورو ونو نه آ خوا یو غر  داسې په عظمت او درندښت اوچت سوی و چې ایرنرنګه ګلابي څوکه  یې د آسمان په زړه کې نیغه ننوتلې ښکارېده.

زه د سنځلو د معطره غوټییو په مستي کې د ګلابی رنګه غره د لوړې څوکې او له هغه لا پورته د هسک  شینکې آسمان په ننداره بوخت وم، چې د حسن خان آکا له مېلمستون نه چا زما بدرقه ځوانانو ته غږ وکړ، د کوم کار د کولو سپارښتنه یې ورته وکړه او هغوی یې وروغوښتل. یوازی زه پاتې سوم او د لوړ غره د څوکې او شینکي آسمان هستونکې ننداره.

سترګې می د غره د څوکې او د سیند پر غاړه د سنځلو د ګلڅانګو په ښایست نه مړېدې، په تېره بیا چې د سیند پر غاړه له ګلو ډکې څانګې د ابو پر سر داسې خورې را ماتی وی چې ګڼه د سیند په ابو کې یې د خپل ښایست ننداره کوله. چوغکې د خپلې مستي په چوڼهار کې له یوې څانګې نه بلې ته الوتې.

د غره د څوکې له نندارې نه دغفلت په یوه لنډه لحظه کې مې پام د کلي خواته سو. ګورم چې د کلي جومات ته څېرمه کوڅې نه یوه دنګه پېغله منګی پر اوږه را ووتله او هسکه غاړه، بیباکه او بې پروا  د ګودر خوا ته را روانه سوه. ما غوښتل چې د هغې له راتګ نه دمخه مېلمستون ته ستون سم، خو د ګودر لاره تنګه وه، لازم مې و نګڼل چې له هغې پېغلې سره په تنګه لار کې له نژدې مخامخ سم. معطل سوم څو لمړی هغه په دې نرۍ لاره را تېره سي، او بیا زه آخوا ولاړ سم.

پېغلې هم زه وروسته لیدلی وم، که نه، نو زما په لیدو ممکن ګودر ته نه وی راغلی او تم سوی وای. خو اوس چې ګودر ته را نژدې سوی وه، بیرته ګرځېدل یې بد و. زما په لیدو یې ځان داسې ونیو، چې ګڼې زه یې هیڅ لیدلی نه یم.

د پېغلې جرأت مې خوښ سو، چې را نژدې سوه او سترګې مې د دی په سترګو ولګېدې، په یوه نظر مې عقل له سره ولاړ. د پېغلې د عسلي سترګو په ښایست کې داسی ناڅاپه او بې درنګه ورک سوم چې ځای پر ځای ودرېدم. نور نو که چا په زنځیرونو هم کش کړی وی، له هغه ځایه نه ښورېدم.

پېغلې یو ځلې په غلچکی نظر را وکتل او زما الوتلې څېرې ته یې پام سو. دوهم ځل یې د اطمینان حاصلولو په خاطر په ځیر راته وکتل. کله چې یې پام سو چې زه لا هسې ورته ګورم، په بیساري جرأت او تظاهري اعتراض یې وویل،

ــ «دوه نورې سترګې هم قرض کړه چې څلور سي.»

ــ «ستا ښایست ته څلور زره سترګې لا لږ دی.»

ــ «څومره سپین سترګی یی؟»

ــ «ستا د عسلي سترګو په لیدلو مې د سترګو تور هم سپین سول.»

ــ «څنګه حاضرجوابه یې!»

په خپله خبره مسکۍ سوه. خندا یې د سره پوړنی له پېڅکي سره تر سپین غاښ لاندې و چیچله.

منګې یې څو شېبې هسې په اوبوکې ډوب پاتې سو. لا ډاده نه وه چې د خپلې خندا مخه نیولی سي، که نه. په کنجکاوي یې یوځل بیا ښایسته سترګې را واړولې چې ګڼه ما به سترګې ورنه اړولی وی. خو د هغې داسې سترګې نه وې چې له ښایست نه یې زما سترګې ختلې وای. کله چې یې زړه ته ولوېده چې زه یې هسې په تماشه کې کښېوتلی یم، یو موټی اوبه یې په لاس کې را پورته کړې... هسې چې غوښتل یې پر ما یې وشیندي، خو لاس یې په هوا کې ونیو. او د ابو څاڅکې د ملغلرو د امیل په شان د لمر په رڼا کې و ځلېدل او وبرېښېدل.

ــ «ولاړ شه چې خلک به دی ووینی.»

ــ «که ستا سترګو ته د کتلو په جرم مې سبا وژني، نن مې دی ووژني.»

سر یې د ناباورۍ په علامه وښوراوه. مخ یې له حیا سوربخوندی ګلابي رنګ واخیست. له ژبې لاندی یې له ځان سره څه وویل، خو دومره چې یوازې خپله یې واوری. ولاړه سوه، منګئ یې پر اوږه کېښود، پرته له دې چې ماته وګوری د پېغلتوب په ناز، په نیولو حیاناکو قدمونو زما له مخې تېره سوه او په نیمګړي خرام یې ځان کوڅې ته ورساوه.

له ما نه د هر ډول حرکت اراده او توان تللی و. سترګې مې د پېغلې د سترګو په رنګ کې سترګې سترګې سوی وې. هره خوا مې هرڅه یوازی د پېغلې د ښکلو سترګو په رنګ لیدل.

په ذهن کې مې ډېرې پوښتنې پیدا سوې چې هڅه یې کوله د لیونتوب او میینتوب ترمینځ  زما د سر سد و آزمېي: «خدای ښایست دی، که د ښایست هستونکی؟ د ښایست لمانځنه فرض ده، که مستحبه؟ د جنت تصویر د معشوقی په ښایست کې دی، که د هغی د سترګو په رنګ کې منعکس کېږی؟ لیونتوب او میینتوب سره مترادف دی که متضاد؟....»

خیال  زیار ایسته چې د هغې بلې شپې د ملغلرو خوب ته د تعبیر جامې ور واغوندی، چې د ګودر د غاړې پېغله د خوب د ریښتیا کېدو زېری دی. عقل په دواړو پېښو کې تناقض لیده چې په خوب کې مې د آسماني ښاپېرۍ سر تر پایه ټول ځان ولیده، خو د هغې سترګو ته مې نسو کتلی؛ خو په ویښ واقعیت کې مې یوازی د پېغلې د سترګو رنګ ولیده، نور مې د هغې هیڅ ښایست ته پام نسو. خیال د خوب او ویښتیا تصویرونه یو د بل مکمِل ګڼل. هغه سترګې چې په خوب کې و نه لیدل سوی، په ویښ حقیقت کې له هغو سترګو نه سترګې نه اوښتلې، ځکه د هغو سترګو له رنګ نه پرته، د هستي په دنیا کې هیڅ رمز او رنګ نسته، چې ښایست معنا په کې پیدا کړی.

له عقل او خیال سره د خپل ذهن په نندارتون کې ورک  وم، چې هیله او ارمان مې یوځل بیا له خوشحالي سره غاړه په غاړه سول:  پېغله بیا منګی پر اوږه له کوڅې را ووتله او د ګودر غاړی ته په مکیز راروانه سوه، څو وښیي چې که زه زړه لرم دا هم جرأت لری چې زما خبرې و آزمېي چې که د ریښتیانۍ مینې درندښت او درناوی په کې وی، نو  زه به هسې سترګې په لاره ورته ولاړ یم؛ که نه،... نو نه.

د هغې په بیا لیدو مې جامې پر ځان تنګې سوی. زما په لیدو د هغی تعجب، هسې تظاهر و، خو...

ــ «ته لا دلته ولاړ یې.»

زما سکوت ځواب ورکړ.

ــ «دلته څه کوی؟ ته خو زمونږ د کلي نه یې.»

ــ «غواړم ستاسو د کلي سم، خو ستا د سترګو په رنګ کې مې لار ورکه کړی. که یوځل بیا سترګې راواړی، ملنګ به دی سم.»

ــ «څومره سپین سترګي یې. لږ شرم وکړه، د خدای د پاره!»

ــ «د خدای دپاره یې مه را آړوه، زما د پاره یې را واړوه. د خدای ښایست ستا د ملالو سترګو په رنګ کې پیدا برېښی؛ یوازی زه په کې ورک یم.»

د نیمه متردد قهراو ناز تر مینځ په نیولی مسکا یې په ځیر را ته وکتل.

ــ «د چا مېلمه یې؟»

ــ «ستا د سترګو.»

ــ «توبه خدایه!... وایم د چا کره مېلمه راغلی یې؟»

ــ «له خپل پلار سره جرګې ته راغلی یم.»

ــ «جرګې ته؟»

ــ «د حسن خان آکا په مېلمستون کې جرګه ده.»

ــ «نو ولی جرګه کې نه یې ناست؟»

ــ «ستا دیدن ته ولاړ ښه یم، نه په جرګه کې ناست. غواړم تا ته په جرګه درسم.»

څو شېبې غلی وه. ذهن یې له پوښتنو ډک و، خو منګی یې له اوبو خالي. منګی یې ډک کړ او زړه نا زړه ولاړه سوه. منګی پر اوږه، هلته لری مخامخ راته ودرېده. کښته پورته یې له نظره تېر کړم، بیا یې په ډېر جدیت په سترګو کې ځېر را ته وکتل. په زغردو او شمېرلو قدمونو زما له مخې تېره سوه.

تر هغومې ور پسې کتل، چې سور سالو ېې لکه سره لمبه تر کوڅې پوری تر سترګو کېده. مات او مبهوت د ګودر غاړې ته نژدی ولاړ وم. نه پوهېدم چې زړه لا زما په سینه کې ډوبۍ وهي، که پېغلې په عسلي سترګو کې ورسره وېووړ.

.

۹ ـ میینتوب که لیونتوب

د مېلمستون دروازه خلاصه سوه او د جرګې مرکچیان په غالمغال کې سره را ووتل.

په بیړه د هغو خواته ورغلم او ځان مې هغه ځای ته ورساوه چې باید له میرآخور نه مې د آسونو قیزې اخیستې وی. هلته لری ودرېدلم. پلار مې له خلکو سره خبرې کولې او دواړه مخاصمې خواوې یې لا د مرکې دوام ته تشویقولې. امین جان د خونبها د پیسو په اندازه خوښ نه ښکارېده. د دواړو خواو خبرې دومر تکرار سوې، چې ما پوره انتباه واخیسته چې په جرګه کې څه تېر سوی؛ لکه زه چې ټول وخت په جرګه کې ناست وم.

پلار ته مې د هغه خپل سور آس وروست او قیزه مې ټینګه ونیوله. د حسن خان آکا مستخدمینو زما پلار ته رکاب و نیو او زه هم ور پسې پر خپل سپین آس سپور سوم.

تر کوره پوری مې پلار د امین جان او قدیرخان په غوښتنو څېړنه کوله او د منطقي لارو او چارو خبرې یې کولی. د ادب د رعایت له مخې مې ښه ښه او هو هو ورته ویل، خو زه په بله دنیا کې ورک وم. زړه مې هلته د غره له هسکې څوکې لاندې د سیند ترغاړې ګودرکې یوې پېغلې د ابو له ډک منګي  سره وړی و.

خوشحاله وم چې جرګه وروستۍ فیصله ته و نرسېده، که خدای کول بله جمعه به بیا جرګې ته ځو او دا مې ځان ته په ښه فال و نیوه.

یوځل مې زړه را ولوېده. را پارېدلي عقل مې په زغرده وپوښتل، «که چا لیدلی وی، چې دا د بل کلی ځوان څنګه د سیند پر غاړه د دی کلي د پېغلې په ننداره دی، بیا دی څه کول؟ پلار ته به دی څه ویل؟ پر اخلاقي مسؤلیت او ولسي دود او دستور برسېره، د کورنۍ لوړ نوم، د پلار عزت او شهرت ته به دې څه ویل؟...» دغو ټولو ارزښتونو د پوښتنو په ډول نیغ نیغ راته کتل او ځواب یې غوښته. خو ما... ما... زما بایللی زړګي د پېغلې د لیونۍ مینې له دنیا نه یو قدم هم آخوا نه اخیسته. یوازې دا چې زړه مې عقل ته د عقل په ژبه، په «حق په جانبه» لحن ځواب ورکړ، «مګر د کلي ټول نارینه په جرګه کې ناست نه ول؟ او...»

دی ډول عقلاني مزاحمتونو کله کله زیار ایسته چې زما د خیال دنیا ړنګه کړی، خو زما خیال د پېغلې د سترګو په رنګ کې ورک و. فکر او عقل مې یوازې د  راتلونکې جمعې د ورځې د تدبیر څېړنه کوله چې بیا به په کومه پلمه او څه ډول له جرګې نه وزم او د سیند غاړې ته به ځان رسوم. او آیا هغه پېغله به بیا د ګودر غاړه په خپلو عسلي نظر روښانه کړی؟

هغه هفته هیڅ خلاصېده نه، له یوکال نه هم اوږده سوه. څو ځلې مې په زړه کې تېرسول چې، د حسن خان کلا ته ولاړسم او هلته د نیغ غاښی غره لاندی د سیند پر غاړه انتظار وباسم.

د حسن خان تر کلا پوری په پښو، یو ساعت لار ده؛ په آس، شل دقیقې... خو د لیونۍ میاشتې مزل، یوه شېبه، تر شېبې لا لږ.

د ورځې آرم او د شپې خوب می د سیند غاړې ته تللی و. عقل ته خو مې ان په هغه ورځ او په هغه شېبه رخصت ورکړی و، چې نور ما په خپل منطق او استدلال و نه زوروی، خو بیا یې هم خپل وخت ناوخت مزاحمت کاوه او ویل به یې، «سر دی ګریوان کې ټیټ کړه، د چا زوی یې؟ د کومې کورنۍ په نوم ویاړې، د تعلیم او تحصیل پر بنا تا ته یوازې د کلي او کور نه، بلکه د ټول هېواد سترګې اوړي...»

تېره شپه مې عقل ته ځواب ورکړ، «ګرانه، هوښیاره او په هرڅه پوه عقله! زه ستا په خبرو پوهېږم، خو ته زما په زړه ښه نه پوهېږی. تا به د عینیت سترګې لیدلی وي، خو ما د پېغلې عسل رنګه سترګې لیدلی چې د غره د غاښي او د سیند د غاړې تر مینځ زما د خیال مېلمنې دی. دغو ښکلو سترګو د ناستې د خونې پر ځای زما په کوګل کې د خلوت ځاله جوړه کړی، او زما د بایللی زړه پر ځای زما مېلمنې دی... څه نا څه، زه پښتون یم؛ مېلمه پالنه مو دود دی. زه د خپلو مېلمنو په پالنه بوخت یم. خوا دی بده نسی، خو د عقلانیت د «خیرات» کنډولی دی بل ځای بل چا ته وېسه.

بله شپه چې سپوږمۍ په ټول نورانیت د ونو له سره را پورته سوه، په هغه بایللي زړه کې مې تېر سو چې د سپوږمۍ په رڼا کې د پېغلې کلي ته ولاړ سم. که د هغې د لیدلو مجال نه وی، نو څه ناڅه د سیند پر غاړه به هغې فضا ته نژدی هغه هوا تنفس کړم چې هغه ښکلې پېغله یې تنفس کوي. ګوندې په دې ډول ورسره هم نفسه سم. بیا مې ویل چې ښه به دا وی چې، د ورځې په رڼا کې ولاړسم. که د پېغلې د لیدلو مجال میسر نسي، څه ناڅه د سیند پر غاړه خو به ګودر ته نژدی د دې د پښو د پلونو د نقش زیارت وکړم. یا دا چې په هغه لار به د پېغلې د پښو د پلونو پر ځای پښه کښېږدم چې هغې خپل شمېرلی قدمونه پرې ایښی....

له لیونیو خیالونو سره مې خوږې مشورې کولې، چې دا ځلې به له خپل باغ نه ښایسته ګلان ورته وروړم... یا به د سنځلو معطری څانګې د ګودر پر غاړه ورته ږدم... چې ګودر ته ولاړه سي، حتماً پوهېږی چې چا ګلان ورته ایښی دی.

نه مې د پېغلې نوم زده و، او نه مې د هغې د کورنۍ نوم. یوازې د غره او سیند تر مینځ د هغې کلی او کوڅه راته معلوم و.

.

۱۰ ـ د ګودر غاړه

ایله په ایله چې دجمعې ورځ راورسېده. ټوله هفته مې په بې تفاوتي تظاهرکړی و. یو ساعت نور هم سخت نه و چې د پلار آواز په ډېره خوشحالي واورم چې د پڼواو پګړۍ د تیارېدو غږ وکړی.

له سباناری وروسته د تېری جمعې د ورځې په شان، پر آسونو سپاره سولو، په معمول ډول زما سپین آس د پلار د سره آس ښې خوا ته لږ وروسته په قدم زغاست او دا ځلې زما لیونې خیال هم راسره سپور و. خدای خدای مې ویل چې سپین آس مې له سره لېوني خیال نه تور ونخوری او دوه پښې آسمان ته پورته نکړی.

پلار می د ظریف په مړینه او د امین جان په حال ډېره خوابدي او تأ سف کاوه چې ټول کلي او کورنۍ یې په غم سول....

د تېری جمعې د تعامل له مخې جرګه بیا پیل سوه.

قدیرخان چې ډېر ستومانه ښکارېده ویې ویل، «زه او امین جان در په دیوال ګاونډیان یوو؛ لکه ورونه داسې یوو. دا غم مو نه په دوی لورېږی، نه پر ځان او نه پر بل مسلمان. زه هم غریب سړی یم. همدا څو جریبه ځمکه لرم چې د کور کهول نفقه پری برابره سی. د ظریف جان ژوند ته هیڅ بیعه نسو ټاکلی. امین جان دی زمونږ غریبۍ ته وګوری. دغه اویا زره افغانۍ مو په پور ورته اخیستی. دا دی د خپل ګاونډي ورور له خوا د خونبها په توګه ومنی.»

د امین جان په څېره کې د قهر نښې څرګندې وی. له نورو خبرو سره سره یې اویا زره افغانۍ د خپل زوی د خونبها لپاره سپکاوی ګاڼه او غوښتل یې د اعتراض په نښه له مجلس نه و وزی. پاڅېده، ولاړ سو، خو څنګ ته کسانو له لاسه ټینګ کړ او کښېې ناوه. وروسته یې بیا څو ځلی غږ سره پورته سو، او بیا بیرته سره غلی سول.  ټولوکوشش کاوه چې د غمجنې پېښې له شدت سره سره دواړه خواوې لږ په سړه سینه خبرو ته وګماري. یو ساعت وروسته یې د څو شېبو لپاره خبری بس کړی. کوم مېلمه د چلم غوښتنه وکړه. ما ته پلمه پیدا سو مه، غلی له مېلمستون نه ووتم. شا او خوا مې وکتل، چې مطمین سوم څوک نسته، نو مې ځان د سیند د غاړې ګودر ته ورساوه.

یا د پېغلې روح چې زما له روح سره غوټه خوړلی وه، یا زما د زړه په حال خبره و؛ یا یې د ګودر لاره او د سیند غاړه څارله چې زما له ورتګ نه لنډه شېبه وروسته زما په سترګو روښنایي سوه.

پېغله منګې پر اوږه د ګودر غاړې ته په ډېر ناز راروانه سوه او ما یې قدمونه شمېرل. نژدې راغله. ما سلام وکړ؛ دا په مکیز کې مسکۍ سوه او د ګودر برې خوا ته، له ما لږ څه لری، د سیند پر غاړه کښېناسته چې منګی ډک کړی. په غلا مو یو بل ته کتل، خو نه ما څه ویل او نه دی. وروسته ما په ډېر احتیاط ورنه و پوښتل،

ــ «ښکلی پېغلې، نوم دی څه دی؟»

ــ «زما نوم څه کوی، ستا نوم څه دی؟»

ــ «خاورې آدم خان.»

له نوم سره د «خاورې» د اصطلاح کارول زما له نسبتاً عصري جامو، لوڅ سر او ظاهری بڼې سره غیرمترقبه، څه ناڅه نامناسب او یوشان ته ټوکه ورته ښکاره سوه. د نیولې مسکا او استفهام په ملاحت کې یې زما نوم څو ځلې تکرار کړ «آدم خان!... آدم خان؟!» داسی ښکارېده چې زما نوم کومه خاصه معنا ورته درلوده. «آدم خان، هههه!» چې مشکوکه ښکاره نسی، له لږ تأمل او عمدی ځنډ وروسته ولاړه سوه او منګی یې پر اوږه کښېښود. ما ورنه پوښتنه کړه ، «ښکلی پېغلې، ستا نوم څه دی؟»

ځواب یې را نکړ او په زغردو شمېرلو قدمونو د خپلې کوڅې خوا ته روانه سوه. زما سترګو د دی له خرامانه قدمو سره لار وکړه. د دی د بیرته راتګ په هیله تم سوم، خو له هغه دمخه د مېلمستون دروازه خلاصه سوه. ما هم له ځنډ نه پرته د مېلمستون خوا ته ور ودانګل.

جلندرخان د جرګې وروستۍ فیصلې، چې دواړو خواو یو څه رضایت پرې ښودلې و، خلکو ته اورولې؛ او خلکو ته یې وخت ورکړی چې یو دوه ساعته په خپلو مواضعو ښه فکر وکړی. ولاړ د سي د خپلو کورنیو له ښځینه غړو سره دی هم خوښه وکړي، چې بیا وروسته پښېماني ونکړی. که د ماسپښین تر لمانځه وروسته د قضیې دواړه خواوې په خپلو دریځونو ولاړې وی، نو جرګه به د ملاصاحب په قرائت خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

کله چې مې د خبرو او ګُنګوسی په ترڅ کې علت او معلول سره وتړل، دی نتیجې ته ورسېدم چې د روغې جرګه د یوې ډېرې ناوړه، زورونکې او ناروا فیصلې د اعلانولو لپاره ځان چمتوکوي.

قدیرخان به امین جان ته اویازره افغانۍ د ظریف د مړینې خونبها ورکوی او خپله پېغله لور به د امین جان کوچني شپږکلن زوی ته، د هیڅ ډول حق او مهر له تعهد نه پرته، په نکاح کوي، او نکاح به هم د روغې په همدغه جرګه کې د ملا صاحب له خوا تړل کېږی. د قدیرخان لور به د یوې هفتې په موده کې، له مراسمو پرته، د امین جان کورته «تسلیمېږی.»

ما د روغې د جرګې له هغو غړو نه چې نژدې راته ناست و، پوښتنه وکړه چې د پېغلې خوښه او رضایت اخیستل سوی؟ رسولداد آکا چې نژدی ناست و، ویې پوښتل،

ــ «د څه شی رضایت؟»

ــ «دغه دوه کسان چې سره واده او نکاح کېږی. آیا هغوی په دغه کار کې رضایت لری که نه؟»

ــ «رضایت د کورنیو کار دی، نه د ښځو. چې دواړه کورنۍ د جرګې د روغې مشر ته ووایې چې مونږ په فیصله خوښ یو، خبره خلاصه ده.»

ــ «تاسی د یوچا ژوند او سرنوشت په خپل لاس لیکی، یوه پېغله نجلۍ شپږ کلن هلک ته له مهریې نه پرته په نکاح کوی، یې یو یې بلوغ ته ندی رسېدلی چې رضایت ورکړی، او له بلی خوا نه رضایت نه اخلی.  د دوی دګډ ژوند چارې به څنګه کېږی؟ ستاسې یوه فیصله ده په خپل کار پسې ځی؛ د دوی ټول عمر دی. آیا تاسې حاضر او خوښ یاست چې خپله خور یا لور مو په داسې سرنوشت اخته سي؟»

یو دوه ځوانان چې نژدی راته ناست و، له ما سره همنظره او همغږی سول، خو د کلي دوه درې تنه بې سواده بزګروارو زمونږ بحث ته په شک او کرکه کتل. نور مشران چې ورو ورو مېلمستون ته را ستنېدل او زمونږ بحث یې اورېده، د اعتراض په لهجه یې آواز پورته کړ، «دا سرلوڅی مکتبیان بیا څه وایي؟»

رسولداد آکا زمونږ د ځوانې ډلې اعتراض ورته بیان کړ. لنګر خان چې د جګې ونې سپین ږیری و، مخ یې زمونږ خواته را واړاوه، «روغه، جوړه او جرګه د مشرانو کار دی، نه د مکتبیانو.» مخاطب یې زه وم خو زما د پلار د احترام په سبب یې زما خاطر ساته او زما تر څنګ دوه نورو ځوانانو ته یې کتل. د دوی تر مینځ خبرې غبرګې سوی. داسی ښکارېده چې هرې خوا پر خپل نظر اصرار کاوه او د مقابل لوری نظر یې نه اورېده. ما له لنګرخان آکا نه په بښنې سره اجازه واخیسته، چې د خپلو ملګرو ځوانانو نظر ورته مدلل کړم.

«حاجې صاحب! تاسو زمونږ مشران یاست او درناوی مو پر مونږ حق دی. زما ملګرو سره د روغې د دوه برخو په هکله پوښتنې پیدا سوی. د خونبها پیسې او اندازه یې عُرفي مسئله ده، چې کېدای سي په هغه باندی د پښتنو د دود او دستور له مخې فیصله وسي. خو د نجلی نکاح شرعي مسئله ده. په شریعت کې د نکاح شرطونه دا دی چې باید دواړه خواوی، یعنی ناکح او منکوحه بالغ، عاقل، حُر یعنې آزاد او د پوره اختیار لرونکي وی. نارینه او ښځینه، دواړه د دغو اوصافو په درلودلو سره په خپله خوښه او رضا عقد او نکاح کولای سي. د نکاح بل شرط د ښځې مهر دی چې هغه یې حق دی. له مهریې پرته نکاح شریعی نده. زما د ملګرو اعتراض په دې کې دی، چې دغه عرفي پرېکړې چې دغې جرگې ته وړاندې سوی او تر اوسه لا وروستۍ فیصله نده پرې سوی، له شریعت سره په ټکر کې دي.

تاسې چې ملاصاحب راولی، باید لمړی پوښتنه ور نه وکړی چې دا ستاسی د جرګې فیصلې د قران له احکامو سره مطابقت لری، که نه. تاسې څنګه د قران حکم تر پښو لاندې کوی او بیا په هغه غیرقراني فیصله باندی د قران قرائت کوی؟ د خدای کلام ته سپکاوی کوی او بیا د جرګې په آخر کې همهغه خدای ته دوعا کوی چې ستاسې په فیصله، یعنې ستاسی په غیراسلامي او غیراخلاقي اعمالو، برکت واچوی. مونږ ټول مسلمانان یو. له ټول احترام او درناوی سره سره زما ګستاخي وبښی.»

لنګرخان داسې راته کتل چې ګڼې زه بیخې له کومې بلې نړۍ نه راغلی یم، او زما په خبرو یې هیڅ سر نه و خلاص سوی. دوه، درې ځلی یې ستونی صاف کړ چې وښي چې د ویلو لپاره څه لری، خو بیرته به غلی سو. بلاخره یې خوله وخوځېدله، یا وښوېدله، «والله داسې زمانه سوی، چې د مشرانو او کشرانو، لویو او وړو ځای ندی معلوم. دا درې جمعې مونږ ټولو په دې موضوع باندې څومره خبرې وکړې. جلندرخان هم لوی مرکچې دی. په لسهاو مرکې یې کړی...»

هسې ښکارېدل چې دا زما خبری په دهلېز کې ولاړو خلکو هم اورېدلی وی او ځینې یې د فیصلې په اړوند متردده سوی و. هغه سبب سو چې ځینې د لمانځه په بهانه او ځینې په نورو پلمو د ماسپښین جرګې ته را ستانه نسول. د نظر په همدې اختلافاتو کې خلک یو په بل پسی ولاړ سول، د خبرو مزی و شلېدل او جرګه له فیصلې پرته معطل سوه. زه او پلار هم کور ته ستانه سولو.

.

۱۱ ـ شاترینه

راتلونکې جمعې ته ډېر په تمه او شوق منتظر وم، چې بیا به مې پلار د پڼو او پګړۍ غوښته کوي او د حسن خان کلا ته به جرګې ته ځو. د پېغلې د لیدو هوس او د «دیدن» په وخت کې د احتمالي «ګیر راتلو» وېره زما په ذهنی کې سره په جنګ و. یوازې ډاډګېرنه دا وه چې د کلي خلک به د نورو ورځو په شان په جرګه کې ناست وی.

د جمعې ورځ راغله، خو د حسن خان مزدور رانغی. پلار مې هم څه و نه ویل. ما نه غوښتل د امین جان د روغې جوړې د جرګې په هکله پوښتنه وکړم چې د پلار زړه ته مې څه و نه رسېږی.

درې ورځې وروسته چې مې پلار له جومات نه راغی، ویې ویل چې جرګې زمونږ له برخې اخیستو نه پرته فیصله کړی. د قدیرخان او امین جان رضایت یې اخیستی. جلندرخان او د کلی ملاصاحب د خونبها او د «بدو په ورکړه» د قضیې د مدعیانو په رضایت آمین ویلی. ملا صاحب د جرګې په پای کې د قدیرخان پېغله لور د امین جان شپږکلن زوی ته په نامه کړی چې د «شرعی» نکاح حیثیت یې پیدا کړی.

ما د اعتراض په لحن پلار ته وویل، «د یو شپږکلن نا بالغ کوچنې هلک نکاح یې څنګه تړلی؟ دا څنګه ملا او څنګه شریعت دی؟» پلار مې وویل «په بدو کې لور ورکول داسې بدیګانې او ناخوالې لری.» پلار مې ډېر خوابدی سو او تأسف یې وکړ. په تېره بیا چې د یوې پېغلې او یو کوچنی ژوند د یوې جرګې د فیصلې په سبب خراب سوی. دا یوازی زمونږ نظر نه و، د حسن خان د کلا د لویو او وړو هم خوا پرې بده وه.

وروسته خبر سولو چې د امین جان کورنۍ د قدیرخان له لور سره ډېرې ناخوالې کوی. هره ورځ هغه نجلۍ په یوه پلمه وهي او رټي یې، او عمداً په لوړ آواز طعنې او پېغورونه ورکوی، څو د نجلۍ مور، پلار او ورونه یې د څنګ په انګړ کې واوری. د امین جان کورنۍ اصلاً د قدیرخان له زامنو نه د غچ اخیستلو په مقصد د هغوی خور زوروی، لکه چې دا بېګناه نجلۍ د قتل مرتکبه سوې وي. په عین وخت کې یې څه له لاسه نه کېږي ځکه باید د جرګې د فیصلې رعایت وسي.

قدیرخان د امین جان کور ته څو ځله همهغه د کلي ملا او نور سپین ږیري وراستولی چې هغوی ته عذر وکړی، د خدای رضا او د ګاونډیتوب خاطر وساتي او په هغې مظلومې نجلۍ رحم وکړی. خو داسی ننواتې تاثیر نکوی، ځکه یوه یا دوه ورځې وروسته بیا د لج اوغچ له مخې د قدیرخان لور د پېغور، طعنو او وهلو ټکولو لاندې د زجرعمر ته ادامه ورکوی، او په دواړو کورنو کې هره ورځ ماتم دی.

ما خپله د ګناه احساس کاوه ځکه فکر مې کاوه چې خپل مسؤلیت مې په ښه توګه نه و پرځای کړی. که مې هغه وخت د قراني شریعت موضوع نه وی مطرح کړی، ممکن مونږ به یې وروستۍ جرګې ته ورغوښتی وای، ممکن مونږ به ددغې نامشروع نکاح مخنیوی کړی وی، ممکن د کلی خلک به مو په دې راضي کړی وای، چې په بدو کې لور ورکول د قراني شریعت خلاف کار وګڼی، ممکن مسلمانان دې ته متوجه سي چې د ښځو معصومیت د نارینه د جرم قربانی نسي، ممکن مسلمانان په دې پوه کړای سو چې په غیرقراني فیصلو باندی د قران تلاوت کول قران ته سپکاوی وګڼي، ممکن... ممکن...ممکن.

خورجانه ماته ډېره نژدې ده او پرما ښه پام کوي. څو ورځې د مخه یې پوښتنه وکړه چې، «دا څه موده ډېرغلی او ځانځاني سوی یې. خیریت خو دی؟ کله چې دې د قدیرخان او امین جان د روغې خبر اورېدلی، ډېر ځپلی او زورېدلی ښکاری؟»

ــ «هو، زورېدلی یم، ډېر زورېدلی، خو اوس کار له کاره تېر دی.»

خورجانه زما د ځواب په لحن کې یو څه تردید ته متوجه سوه.

ــ «کومه بله خبره هم سته. نه یې راته وایی.»

ــ «نه، بله خبره نسته.»

ــ «د پټېدو نده... خو کولی سې یوازې ما ته یې ووایې، له مور او پلار نه به یې پټه ساتوو.»

د انکار په هر ډول کوشش بریالی نسوم، چې قناعت ورکړم؛ او د دفاع هره هڅه مې له ناکامي او له ګوډې ماتې رسوایي سره مخامخ کېده. په یوه بهانه له خونې ووتلم.

دوې ورځې وروسته مې یوازی دومره ورته یاده کړه چې،

ــ «یوه نجلۍ مې خوښه سوی.»

ــ «څوک ده؟»

ــ «نه یې پېژنم.»

له خندا شنه سوه،

ــ «دا څه قیامت سو؟ څنګه دی نجلۍ خوښه سوی، خو نه یې پېژنې.»

له لږ مکث نه وروسته یې وویل،

ــ «یعنې له خپلوانو نه نده!؟»

ــ «د حسن خان د کلا ده.»

نیمګړی سکوت یې له ډېرو پوښتنو نه ډک و. خو ما ته منتظره وه چې زه یو څه نور ووایم، پرته له دې چې دا یې پوښتنه وکړي.

ــ «چې پلار سره جرګې ته تللی وم، د سیند پر غاړه ګودر کې می ولیده.»

ــ «ته جرګې ته تللی وې که...»

خورجانې خپله خبره و نیوله، او دواړو وخندل. مور مې خونې ته راننوتله او مونږ موضوع بدله کړه.

.

۱۲ ـ نوم یې واخله

په راتلونکو څو ورځو کې مو په هر فرصت کې په همدې موضوع خبرې کولې. په کنایه او ټوکو کې یې څو ځلی وویل چې، «زه باید د آدم خان واده ته داریه وهل زده کړم.» یوځل مې پلار واورېدل او د خورجانې خوا ته یې د انتقاد په سترګه وکتل، خو څه یې و نه ویل.

پلار مې په کور کې له موسیقی سره حساسیت او یو څه تعصب لری. که څه هم زمونږ د کوچنیوالی په کلو کې به مې پلار کله کله په ژمي کې چې د کورونو دروازې به وتړل سوې، د ماخستن له ډودۍ وروسته به یې په لوړ آواز لنډۍ ویلې چې ځینې یې تر اوسه هم زما په یاد پاتې دی. زمونږ په حدس یې مور ته د مینې اظهار کاوه، چې د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې په ډاګه د مینې اظهار شرم ګڼل کېږی. پرته له هغه زمونږ په کور کې ساز او سندرې یوازې د رادیو لپاره «حلالی» وی.

یوه  ورځ چې کورته راغلم، شاترینه توړۍ له مور سره په دالان کې ناسته وه د کلي او کور نکلونه او د ګاونډیانو غیبتونه یې کول. خور مې ناڅاپه په څرکنده نیولی هیجان کې وویل، «وی ریښتیا...!» او ژر چُپ سوه. ټولو په تعجب مخ ور واړاوه. خورجانې ویل، «هیڅ... څه نه... هسې.»

څه شېبه وروسته یې په دهلیز کې ما ته په ګُنګوسی کې وویل،

ــ «شاترینه توړۍ!!!»

ــ «شاترینې توړۍ څه کړی؟»

سر یې کوږ و نیو، ما ته یې په ټیټ آواز په رمز کې وویل،

ــ «شاترینه توړۍ به یې پیدا کړی.»

ــ «څه شی به پیدا کړی؟»

د سکوت په ژبه یې په شونډو کې د «نجلۍ» کلمه ادا کړه. څو ځان مطمین کړی چې زه ښه پوه سم، ویل یې، «نجلۍ.» بی وقفې یې په لږ څه لوړ آواز د مسکا او ټوکو په لحن وویل، «که له یاده دی وتلی نه وی! ههههه». په خپل غفلت وشرمېدم، خو شرم مې په خندا کې پټ کړ. خورجانې ادامه ورکړه، «شاترینه توړۍ د حسن خان د کلا ټولې کورنۍ پېژني. زه به خبرې ورسره وکړم.»

هسې مسکی سوم. خوشحالی هم ورپسې را ود انګل. په جامو کې نه ځایېدم. بی دلیله او بی هدفه له کوره ووتلم. ذهن مې د پېغلې د سترګو په رنګ کې لا هسې ورک پاتې و. یو وخت مې ځان ته مې پام سو چې بی ارادې  د حسن خان د کلا خواته روان یم. پر ځان مې وخندل، پوه سوم ولې وایي: «چېرته چې زړه ځي، هلته پښې ځي.»

سبا مې خورجانې ته د حسن خان د کلا د هغې پېغلې د کوڅې ټولې نښې وویلې. کله چې مې غوښتل د نجلۍ د عسلي سترګو او سره سالو توصیف وکړم، خور مې وویل، «بس که...،بس  بس!. د هغو خبرو وخت لا ندی رارسېدلی.»

خورجانې وروسته شاترینې توړۍ ته ټولې نښې نښانې ویلې وې، چې د حسن خان د کلا جومات ته څېرمه کوڅه کې د داسی یوې ښکلې دنګې پېغلې نوم او د کورنۍ معلومات پیدا کړی. البته په دغو اوصافو او الفاظو نه. دا یې پرې ټینګه کړې وه چې دا ټول معلومات په پټه پیدا کړی، چې څوک پرې شک ونکړی، حتی زمونږ مور او پلار.

څو ورځې وروسته خورجانه په یوه بهانه د شاترینې توړۍ کور ته ولاړه چې احوال ور نه راوړی. بیرته راتګ ته یې په ډېره بې صبري او له توقع ډکې خوشحالي سترګې په لار وم. کله چې بیرته راغله، سمدلاسه دواړه د خپل کور باغ ته ووتلو څو زمونږ خبرې اخلال نسي. په ډېر شوق مې پوښتنه ورنه وکړه،

ــ «ښه خورجانې، ژر وایه څوک ده؟ نوم یې واخله؟»

ــ «ښه ده، لیونی سوی، خبری ته مې پرېږده.»

له لږ تأمل نه وروسته یې، اوږد نفس و ایسته:

ــ «مطمین یې چې کوڅه دی نده غلطه کړی؟»

ــ «بله هره کوڅه به غلطه کړم، خو د هغې پېغلې د کور کوڅه نه غلطوم... جومات ته څېرمه د سیند د ګودر لارې ته مخامخ یوازې او یوازې یوه کوڅه ده.»

ــ «شاترینه توړۍ درې ورځې پرله پسې په یوه پلمه او بله بهانه د هغې کوڅې ټولو کورو ته تللې او د هغو کورونو د هر «سیر او پیاز» پوښته یې کړی. حتی د ملا کور ته هم د تعویذ په بهانه ورغلی وه. د هغې کوڅې په کورونو کې یې پېغله نجلۍ نده پیدا کړی.

ــ «ته څه وایی، ما درې ځلې ولیده چې په سره سالو کې له همغې کوڅې را ووتله.»

ــ «تا به اشتباه کړی وی.»

ــ «لیونی یم، خو لیونی نه یم.»

خورجانه مجبوره سوه د شاترینې توړۍ وینا کټ مټ را ته بیان کړی:

«جومات ته څېرمه کوڅه کې اوه کورونه دی. په یوه خوا کې د کلی د ملا کور دی چې ښځېنه یې هیڅ له کوره نه وزی. د جومات چړیان د ملا کور ته اوبه ور وړی. څنګ ته یې د غوث الدین کور دی چې څلور زامن لری، خو لوڼې نلری. د هغه تر څنګ د حکیم آکا کور دی چې درې لورانی یې واړه واده دی. د کوڅې هغې خواته وروستي کور کې دو بزګران اوسی چې اولادونه یې کوچنیان دی...»

ــ «ښه، د کوڅې دا بلې خوا ته کورونه د چا دی؟»

ــ «صبر وکړه، زه د شاترینې له خولې خبرې ټکی په ټکی درته وایم.  د کوڅې آ بلې خوا ته د ملا شېرکور دی. یوه لور لری چې پښه یې کږه ده او دا «خدای وهلی» خلک یې «د ملاشېرګوډۍ» بولی. د کوڅې په آخر کې دوه څنګ پر څنګ کورونه د امین جان او قدیرخان دی. امین جان پېغله لور نلری. په هغه ټوله کوڅه کې یوازی قدیرخان یوه ښایسته، نوراني، سره او سپینه پېغله لور درلوده لکه ملغلره چې درې هفتې د مخه یې په بدو کې د امین جان کوچنی زوی ته په نامه کړه. نوم یې دُرخانۍ ده.»

۲۵۰۴۰۷؟/۲۵۱۱۳۰