

De Zaray Miraaj (1).mp3

د ذرې معراج
په هغه لار چې ته تلی زما ګذر شو
ستا د پښو د پل پر دُوړو مې نظر شو
یو بڅرکی د ذرې اور نه اوچت شو
سمدلاسه یې هوا کې خپور وزر شو
د رڼا په لټه وخوت لوړ آسمان ته
ټول وجود یې روڼ روښانه لکه لمر شو
له سره اوره یې بیا سرې لمبې خپرې شوی
ګڼه مس و چې په لاس د کیمیاګر شو
چې تور رنګ یې د ایرو سپینې سپرغۍ شوی
هرچې خاورو نه پیدا و لکه زر شو
د کثرت خیرئ یې ورک شو له صورت نه
په ماهیت کې سپین سپیڅلی پاک جوهر شو
چې جلا یې د سکروټو سره لمبه شوه
د فلک په زړه کې جوړ شور او شرر شو
هرکلی ته یې پېروني په سلام شول
هم روغبړ ته یې را ټیټ دب اکبر شو
کهکشان یې په لمانځلو لوی ګرداب شو
کائینات بې انتها پر لر او بر شو
پریښتو چې یې د خاورو معراج ولید
ټیټ سرونه په سجود کې مکرر شو
چی مې ستاد دپښو د خاورو مقام ولید
د فردوس خیال مې له سره را بهر شو
چې لقا یې ستا نصیب وه «ستانیزیه»
د یار مخ دی په خیال کې مصور شو
۱۰۰۶۰۹ - ۱۰۰۸۱۳

De Zaray Miraaj (1).mp3