رنګین قفس

یوه عرفانی لنډه قصه

زمان ستانیزی

سلیم خان به هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د خپل مرغه له ښایسته قفس سره باغ ته ووت. قفس به یې د یوې ونې په لوړه څانګه کې وځړاوه او د خپل باغ د مېوو د ونو په پالنه به بوخت سو. مرغه به د قفس دننه د باغ د ښایستونو له ننداری سره  نارې او چغچغکې پییل کړی. غوښتل به یې چې له قفس نه والوزی او له نورو مرغانو سره په ګلبټو کښېنی، د اوبو پر سر والوزی، په هوا کی ملاق ووهی او مستی وکړی. ارمانجن مرغه به د دغو هیلو د رښتیا کېدو په تمه نارې وهلی. کله کله به نور مرغان د ونو په  شا او خوا څانګو کښېناستل او د قفس له مرغه سره به یې غبرګې ساندې وهلی.

سلیم خان یو کیلوال ساده سړی و. فکر یې کاوه چې دا مرغه خدای د دی لپاره ور په برخه کړی چې د قفس په زندان کې نارې او ساندې ووهی څو سلیم خان په پوره غفلت کې د مرغه د یوازیتوب د درد او غم له نارو نه خوند واخلی او دی په پاداش کې اوبو او دانه ورته ورکړی. آزادو مرغانو به د قفس د مرغه په حال خواشینی ښودله او بی وزلی مرغه ته به یې تسلی ورکوله چې ګوندی سلیم خان یې یوه ورځ آزاد کړی. خو د سلیم خان فکر دی ته نه رسېده چې د مرغه وزرونه د الوتلو لپاره دی. کله کله به یې لا د مرغه د ورزو بڼې هم ویستلی.

دې ساده سړی ډېر ویاړکاوه چې په شا او خوا کلیوکې څوک د د په شان ښایسته او خوښ غږی مرغه نلری. سلیم خان به د مرغه قفس په  ډېرو ښایسته او رنګینه پوښونو پټ ساتلی و، او هرځلې به چې ښار ته ولاړ، یو ښایسته پوښ به یې د خپل مرغه قفس ته راواړ. د سلیم خان مېرمنې به د خپل مېړه د خوښي په مقصد هغه پوښ په ډېر شوق سینګار کړ – څونډي، پاولي او مرۍ به یې پرې وګنډلې. دوی به د قفس د پوښ رنګینه خوا برسېره کړه اوهغه سپېره بی رنګه استر به یې د مرغه خواته اړولی و چې د قفس زندان لا نور هم تیاره سی.

سلیم خان هڅه کوله چې څوک د د ښایسته مرغه و نه وینی چې ورنه غلا یې نکړی. یوازی خپلو خاصو میلمنو ته به یې د څو لنډو شېبو لپاره د قفس پوښونو پورته کړل چې مېلمانه د اسیر مرغه ننداره او ستاینه وکړی. په هغو څو شېبو کې به مرغه د طبیعت د ښایست د لیدو په تمه په سویو نارو پیل وکړ. د قفس په زندان کې به آخوا داخوا آلوته څو د نورو مرغانو په شان خپل وزرونه و سپړي او د باغ او راغ د ګلبوټو پر څانګو و نڅېږی. مرغه به د قفس په هره څنډه ځان واهه او د وزرو، سر او سینې بڼه کې به یې توی سوی. میلمنو به وویل چې مرغه ډېره مستی کوی؛ ځان یې ژوبل کړ، د قفس پوښ ورباندی را ټیټ کړی. د ټولو په مصلحت به د قفس پوښونه بیرته را ټیټ سول، او مرغه به د قفس د تېارې په سکوت کې له صبر نه پناه وغوښته.

کله به چې مېلمنو د مرغه د آواز او نارو، او قفس رنګارنګ پوښونه ستایل، سلیم خان به هغه د ځان ستاینه ګڼله او د دغو څو لنډو شېبو په توصیف کې به یې من من غوښې اخیستې او پر ځان به نازېده.

یوه ورځ سلیم خان باغ ته ولاړ، د مرغه قفس یې د ونې په یوه لوړه څانګه وځړاوه او دی له ونې لاندی چوتره باندې په کټ کې آرام پرېوت. ورو ورو له هرې خوا نور مرغان د ونې شا او خوا راټول سول او د قفس له مرغه سره یې په نغمو کې روغبړ اومرکه پییل کړه. د تېر پسرلی تود ماسپښین وه. سلیم خان لږ څه ستومانه و او د مرغانو په چڼچوڼی کې د خوب څپه پری راغله. د باغ او بلبلانو تصویرونه د سلیم خان په خوبلنو سترګو کې تېرېدل را تېرېدل...

یو وخت د سلیم خان پام سو چې د قفس مرغه له نورو مرغانو سره داسې چڼچوڼی کوی لکه چې له یو بل سره د زړه خواله کوی. ورو ورو د مرغانو په آوازونو کې معنا پیدا کېده، هسې چې ساده سلیم هم د مرغانو په ژبه پوهېده. آزادو مرغانو د قفس له مرغه نه پوښتنه کوله چې ولی بندی سوی وی او غوښتل یې چې د خپل ژوند داستان ورته بیان کړی. اسیر مرغه داسی په خبرو پییل وکړ لکه یو فلیسوف یا یو پوه او لوی عالم چې خلکو ته په نصیحت کې د منطق الطیر داستان بیانوی:

«د طبیعت ښایست ماهیتاً د خدای د خلقت مظهر دی. دا چې مونږ دغو ښایستونو ته په مستی کې په وجد را ځوو، په تحت الشعوری توګه د خدای ذکر کوو. ټول مخلوقات: انسانان، څاروی، مرغان او نباتات په خپل ذات کې د خلقت د ښایست مظهر دی. پر ګل باندی د بلبل ناری او نغمې داسی توجیه کولی سو چې یوښایست، د بل ښایست د بیلګونو تجلیاتو په شوق کې په مستی راځی او په هغو کې ځان ورک کوی.»

آزادو مرغانو ور نه و پوښتل چې،

- «آیا مونږ هم د دغه ډول مستی تجربه درلودلی سو؟»

- «نه دا چې درلودلی یې سی، بلکه د تناسخ په بیلا بیلو دورو کې یې روغبړ ته هم وردانګلی سی.»

- «تناسخ؟»

- «هو، تناسخ. یعنې دا چې مونږ د یو ژوند په آخر کې روحاً بل ډول ژوند ته انتقال او تناسخ کوو.»

مرغانو یو بل ته په ناباوری کې وکتل. د قفس مرغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:

«ډېر انسانان په تناسخ باور نلری، خو مونږ مرغان او نور ژوی تناسخ یو طبیعي امرګڼو. هر خلقت د خدای د ښایستونو مظهر ګڼل کېږی. ښایست کېدی سی په عقلی سطحه د معنا په توګه تبارز وکړی یا په خیالی کچه د تصور په توګه. د مظهرهر ډول تبارز ته آیت ویل کېږی. ځینې د قرأن په تړلی کتاب کې د کاغذ د پاڼو په مینځ کې آیت وی، ځینې د طبیعت په سپړلی کتاب کې د ونو او ګلپاڼو په ښایست کې آیات مومی، او کله د یو مؤمن په زړه کې د خدای د مینی اسرار د خدای د تجلی آیت وګرځی. مخلوقات په هرحالت کې یو ډول مظهر وی. همدا اوس تاسو هر یو په ځانګړی توګه او په مجموع کې یو آیت یاست. زه په قفس کې بندی آیت یم. خلک زما د باطنی آیت ستاینه نکوی. د هغه پرځای په ظاهر کې د ظواهرو تعریف کوی او زما د قفس پالنه او ستاینه کوی. دوی نه د روحانیت ستاینه کوی، نه د وحیانیت پالنه کوی. که دوی ته وویل سې چې زه د قران ټکی یم چې د قفس په توره تیاره کې بندی ساتل سوی یم، باور نکوی.»

یو مرغه په تعجب کې آواز پورته کړ،

- «د قران ټکی؟»

- «ما د خدای د خلقت د مظهر په توګه د حشراتو، څارویو، ځناورو، ملایکو او حتی د قران د ټکی په شکل تناسخ کړی. یو ځلې د فرعون په وخت کې د خدای په اراده وحی را ته وسوه چې د شاتو مچې سم او د خدای په امر داسی خواږه خواړه جوړ کړم چې هیڅکله خراب او فاسد نسی. بیا د حضرت سلیمان په وخت کې مېږی سوم. کله چې مې له لکړې لاندی خاورې ایستلې، سلیمان ناڅاپه ولوېده، زه د هغه له لکړې لاندی له هغه سره پر یوځای مړ سوم. خلکو د حضرت سلیمان په مړینه ماتم جوړ کړ، خو زه د چا په یاد نه وم او خلکو په خپله اصطلاح زما ژوند ته د یو مېږی ارزښت هم  نه ورکاوه.

«بل ځلی مې د یوې لری جزیرې په انزوا کې د حی ابن یقظان په ویښتوب کې تناسخ وکړ. زه د حی آرام روح سوم. په ځنګله کې مو له ځناورو او هوسیو سره  ژوند په خوشحالي تېرېده. په طبیعت کې مو آخوا دا خوا منډې را منډې وهلی. هغه ټاپو د ځمکې پر مخ جنت و. زما د مرغانو آوازونه ډېر خوښېدل. پرته له دې چې زه یې هیله وکړم لوی خدای دوه څیزونه را په برخه کړل: هم حی سوم، هم د ځنګله مرغه؛ او له دغو صفاتو سره له ځنګله ووتم.

«په بل تناسخ کې آس سوم. په شنو بانډو کې مې آرام او آزاد ژوند درلود. یوه شپه مې په ناببره توګه احساس وکړ چې د یوې دښتې مینځ کې په ځغاسته سفر کوم. یوه پلا می پام سو چې د براق په شان مې وزرونه کړی او الوزم. متوجه سوم چې زما سپرلۍ خپله پیغمبر دی چې د اسرا او معراج په لورسفر کوی. د معراج د شپې په سفرکې تر څلرم آسمانه ورسره ولاړم، خو له هغه لوړو آسمانونو کې مې وزرونه سوځېدل.»

د ونو پر خاښوناست مرغانو د قفس د مرغه داستان ته په حیرت کې غوږ نیولی و. سلیم خان هم د خوب او خیال تر مینځه د مرغانو مرکې ته هک پک پاتی و. مرغه څو شېبې په قفس کې چُپ پاتی و. نورو مرغانو د څار په نیت آخوا داخوا وکتل او بیرته یې د ققس د مرغه د تناسخ نیمګړی داستان ته مخ را واړاوه. د قفس مرغه له هیجان او خوشحالۍ نه په ډک لحن کې د خپل تناسخ داستان ته ادامه ورکړه.

«زما د ژوند تر ټولو ښه تناسخ هغه و چې رُّوحُ الْأَمِينُ وم. د پیغمبر د تسبیح ګونګوسی، د استغفار سوړ اسوېلی او د مناجات او خفیه ذکر سکوت کې و نغښتل سوی وم. زه د جبرئیل د وزرو په اهتراز کې د وحی آواز وم. د حیرا په سمڅه کې د قران د ټکی ترنم سوم، د دوه امینانو تر میځ د «أقرأ» د قرائت لمړنی ترتیل سوم، د وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى طنین کې د ځمکې او آسمان تر مینځ په لری افق کې د آسمانی وحیانیت د نزول تائید سوم او د قَابَ قَوْسَيْنِ په...»

په دغه حساسه شېبه کې څو کوچنیان په چیغو او منډو باغ ته را ننوتل، د قفس د مرغه خبری یې په مشوکه کې وچې پاتې سوې. د ونو مرغان د سلیم خان له خوب سره یوځای والوتل. رُّوحُ الْأَمِينُ د قفس په سکوت کې له یوازی سره یوازی پاتی سو.

د لمر له وړانګینې مجلې نه اقتباس شوی