روڼکی جام

روڼکی جام یم د شرابو د بادی په رنګ رنګېږم

له صفا نه یی صافېږم، له هستی نه یی هستېږم

           

دا د زړه شیشه می ګوره روښنایی نه هسی برېښی

د هستی په آیینی کی ښه له ورایه څرګندېږم

 

چی له طینه را پیدا زما طینت شو په سکوت کی

د نفخی (۱) په شور ژوندی شوم په حیرت کی پری نازېږم

 

زما جام (۲) یی خالی ولید چی رقیب را نه منکر شو

یو د خاورو کنډولی یم ستا شرابو ته کړنګېږم

 

کله نغښتی د یوسف د افسون پټه محموله کی

کله سپین لاس د موسی (۳) یم له ټټره یی راخېږم

 

د سبحی په شان روښان زړه می د ذکر توان وموند

د پییلی تار په ټال کی له دلدار سره ګړېږم

 

سور غټول نیولی جام یم د راڼه څاڅکی په تمه

بیا د تالندی نغمی ته له وږمی سره نڅېږم

           

د فلک د څرخی ګرد کی په سر مست په زړه خراب شوم

لویه پیره را رسېږه لاس می نیسه چی ورکېږم

 

د خپل زړه پر لوحه وینم ستا د مخ جلوه روښانه 

په حضور کی دی فنا یم هسی خیال کی د ډوبېږم

           

ستانیزیه» هډو نشته هیڅ بقا خاورین خاطر کی» 

زه د لنډ ژوند په لمحو کی ابدیت ته حیرانېږم

                                   

 ۱اشاره شوی ونَفَخَ فیهِ مِن روُحِه  الخ -  د السجده (۳۲) د سورئی ۹ آیت

۲ اشاره شوی د خلقت داستان ته چی ابلیس د آدم ځان یوازی خاوری وینی او په کی د خدای د روح له شتوالی نه منکرېږی  چی مولوی د مثنوی معنوی په دریم دفتر کی (۳۴ - ۱۸۸) داسی اشاره ورته کوی:

          آنکه آدم را بدن دید او رمید         وآنکه نور مؤ تمن دید او خمید

۳ اشاره شوی  و نَزَعَ یَده فاِِذَاهِیَ بَیضأُ لِلنَظرین د الشعرأ (۲۶) د سورئی ۳۳ آیت

 ۱۰۰۶۰۳ - ۱۲۰۷۲۷